د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د رېپبلېکن ګوند له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپله نوماندي ومنله


ډانلډ ټرمپ د جولای پر ۱۸مه د رېپبلېکن ګوند ملي غونډې ته وینا وکړه.
ډانلډ ټرمپ د جولای پر ۱۸مه د رېپبلېکن ګوند ملي غونډې ته وینا وکړه.

د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند د ملي مجمعې (کنوېنشن) پر مهال د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو لپاره خپله نوماندي ومنله.

هغه د جولای پر ۱۸مه د ګوند د ملي غونډې پر څلورمه او وروستۍ ورځ په خپله وینا کې یو ځل بیا په ۲۰۲۱ز کال کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پر بهیر انتقاد وکړ.

ټرمپ په ۲۰۲۰ز کال کې د خپلې واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره د سولې موافقه کړې وه چې له مخې یې ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۱ز کال د مې تر پایه له افغانستانه امریکايي او نور بهرني سرتېري وځي. خو بایډن چې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل نو له هغه هېواده یې د سرتېرو د ایستلو بهیر وځنډاوه.

ټرمپ د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل له نړیوال هوايي ډګر سره نېږدې د مرګوني حملې پر مهال د ۱۳ امریکايي عسکرو د وژل کېدو او ۴۵ نورو د ټپي کېدو یادونه وکړه.

په هغه ځانمرګي برید کې، چې ذمه واري یې اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه، ۱۷۰ افغانان هم وژل شوي ول. هغه برید پر داسې مهال شوی وو چې امريکايي ځواکونو ځينې افغانان او بهرني وګړي له افغانستانه انتقالول.

ټرمپ د جولای پر ۱۸مه په وینا کې د ولسمشر جو بایډن پر تګلارو انتقاد وکړ.
ټرمپ د جولای پر ۱۸مه په وینا کې د ولسمشر جو بایډن پر تګلارو انتقاد وکړ.

ټرمپ د رېپبلېکن ګوند د ملي غونډې پر مهال په وینا کې ادعا وکړه چې د ده په واکمنۍ کې په افغانستان کې پر امریکايي عسکرو یو برید هم نه و شوی.

خو د ۲۰۱۹ز کال په سېپټېمبر کې د کابل په دویمو مکروریانو کې په چاودنه کې د یو امریکايي او یو رومانیايي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي ول. تر هغې وروسته ټرمپ، چې هغه مهال ولسمشر وو، له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې چې بیا یې څه موده وروسته بیا پیل کړې.

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د ملي غونډې پر وروستۍ ورځ شاوخوا ۹۲ دقیقې (منټه) وینا وکړه او ادعا یې وکړه چې کولای شي اوسنۍ جګړې "په یو ټېلېفون یا زنګ کولو ودروي."

نوموړی د ګوند تر لویې غونډې پینځه ورځې مخکې د یوې کمپېنې غونډې پر مهال په برید کې ژوبل شوی وو. ټرمپ د جولای پر ۱۳مه د ولسمشرۍ کیمپېن د غونډې پر مهال د برید شېبه یاده کړه چې څنګه په ښي غوږ په مرمۍ ولګېد او که یې خپل سر نه وای تاو کړی نو ښايي اوس ژوندی نه وای.

ټرمپ د خپلو پلویانو مننه وکړه چې د برید پر مهال و نه خوځېدل او تر پایه یې په ملاتړ ولاړ ول. ډانلډ ټرمپ د رېپبلېکن ګوند د ملي مجمعې پر مهال د امریکايي ولسمشر او د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بایډن پر تګلارو او سیاست سختې نیوکې وکړې او و یې ویل چې دی به له ولس سره په ګډه "د امنیت، هوساینې او ازادۍ نوی باب" پرانیزي.

په امریکا کې سږ کال د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر پر پینځمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG