د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: ماینونه او ناچاودي توکي پر نړیوال کچ په هر ساعت کې يو کس وژني


په افغانستان کې د ماین په چاودنه کې دا ماشوم له دواړو پښو معذوره شو - پخوانی انځور.
په افغانستان کې د ماین په چاودنه کې دا ماشوم له دواړو پښو معذوره شو - پخوانی انځور.

ملګري ملتونه وايي چې د ځمکلاندې بمونو (ماینونو) او د ناچاودو مرمیو او نورو توکو چاودنې په نړيواله کچه په هر ساعت کې اوسطاً يو کس وژني او يو ژوبلوي.

د ځمکلاندې بمونو په اړه ملګرو ملتونو سازمان (يو اېن اېم اې اېس) د اپرېل پر څلورمه د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې له جګړې پاتې ماینونه او ناچاودي توکي خلکو ته، او په تیره بیا، د شخړو ښکار سيمو ولسي وګړو ته مرګژوبله اړوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (يونېسېف) د ۲۰۲۴ز کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه افغانستان د نړی هغه هېواد بللی وو چې پکې تر ټولو زیات ځمکلاندې بمونه موجود دي.

په افغانستان او د پاکستان په قبايلي سيمو کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو او د ناچاودو راکټي او نورو مرمیو د چاودنو پېښې کېږي چې پکې خلکو ته مرګژوبله اوړي.

په افغانستان کې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو موسسې مسوولان وايي، د هغه هېواد له ۴۰۱ ولسوالیو څخه یې دوه برخې لا هم ماینونه لري.

د هغې ادارې مشر شهاب حکیمي مشال راډیو ته ويلي چې په ځمکلاندې بمونو ککړو سیمو کې شاوخوا اووه مېلیونه وګړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول له خطر سره مخامخ دي.

نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې په تېرو ٣٠ کلونو کې ۳،۶۶۳ کېلومیټره مربع ځمکه، چې ٣،٥٠٠ کلي پکې شامل دي، له ماينونو پاکه شوې ده.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې هم د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې لسګونه کسانو مرګژوبله اوښتې ده. د هغو سیمو ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ او مدني فعالانو په تېرو کلونو کې د ماینونو د موجودګۍ او چاودنو پرضد مظاهرې کړې دي او له حکومته یې د پاکولو غوښتنې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي او نیمه قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډېوېژن په ګډون په یوشمېر ښاري او کلیوالې سیمې په تېرو دوو لسیزو کې د ناامنۍ ښکار وې او پکې پوځي عملیات هم شوي دي.

د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار په وروستي ځل د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.

تر هغې وروسته هم پوځ او د قبایلي سیمو انتظاميو او پولیسو چارواکو په بیا بیا رسنیو ته ویلي دي چې هلته د ماین پاکۍ چارې روانې دي خو دا لا روښانه نه ده چې د اووه واړه قبایلي ضلعو څومره برخه تر اوسه له ځمکلاندې بمونو پاکه شوې ده.

البته، انتظامي چارواکي وايي چې په هغو ټولو سیمو کې یې ځانګړې نښې لګولې دي چې پکې د ماینونو شتون امکان دی نو ځکه دې ځايي خلک هغو ځایونو ته نه ورځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG