د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او نور مینځګړي وايي غزه کې د اوربند په اړه د حماس ځواب ارزوي


په غزه کې تر برید وروسته له سیمې لوګي خېژي - د جون ۱۱مې انځور.
په غزه کې تر برید وروسته له سیمې لوګي خېژي - د جون ۱۱مې انځور.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ویلي دي چې مینځګړو ته یې د امریکا په ملاتړ په غزې تړانګه کې د اوربند د وړاندیز ځواب ورکړی دی او په موافقه کې یې د "بدلونونو" غوښتنه کړې ده.

داسې ښکاري چې د حماس ځواب د هغه څه له پوره منلو څخه څه کم وو چې امریکا ورباندې ټینګار کوي خو د اته میاشتنۍ جګړې پای ته د رسولو لپاره یې د خبرو اترو بهیر ژوندی ساتلی دی.

د قطر او مصر د بهرنیو چارو وزارتونو، چې د امریکا تر څنګ مهم مینځګړي دي، تایید کړې چې د حماس ځواب یې ترلاسه کړی او مطالعه کوي یې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې هغه ځواب یې ترلاسه کړی چې حماس قطر او مصر ته ورکړی او "اوسمهال یې ارزوي."

د حماس ویاند جهاد طه ویلي دي چې په ځواب کې یې هغه "بدلونونه" شامل دي چې د اوربند، له غزې څخه د اسراییلیو سرتېرو په شا کېدل، د تړانګې بیارغونه او د "بندیانو" تبادله تاییدوي خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

سره له دې چې امریکا ویلي دي چې اسراییلو د اوربند وړاندیز منلی دی خو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو متضادې اشارې ورکړې دي او ویلي یې دي چې اسراییل د حماس د ختمولو هدف تر ترلاسه کولو پورې نه درېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن روانه اوونۍ په سیمه کې موافقې ته د رسېدو هڅه وکړه. دا د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس د برید او په غزې کې د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د هغه اتم سفر دی.

بلېنکن د جون پر ۱۱مه پر حماس ډلې فشار ته دوام ورکړ چې د اوربند وړاندیز ومني او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د موافقې په حق کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رایې "څومره چې ممکنه وي واضحه کړه" چې نړۍ د هغه پلان ملاتړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG