د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د برید په پلان تورن افغان څنګه د پلټنو وفاقي ادارې دام ته ولوېد؟


د امریکا د عدلیې وزارت اسناد ښيي چې نصیر احمد توحیدي (انځورونه یې ښکاري) اېف بي ای ته ویلي چې د حملې پلان یې درلود.
د امریکا د عدلیې وزارت اسناد ښيي چې نصیر احمد توحیدي (انځورونه یې ښکاري) اېف بي ای ته ویلي چې د حملې پلان یې درلود.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، پلټونکو هغه افغان نیولی دی چې غوښتل يې د امریکا په اوکلاهوما ایالت کې د راتلونکو ټاکنو پر ورځ برید وکړي.

د عدلیې وزارت د اکتوبر پر اتمه په بیان کې وویل چې ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف‌ بي‌ ای) پلټونکو ته ویلي دي چې له اسلامي دولت (داعش) څخه يې الهام اخیستی او د هغې ډلې په ملاتړ يې په نومبر کې د ټاکنو پر ورځ د خلکو پر ګڼه ګوڼه یې د حملې پلان درلود.

وزارت وايي چې توحیدي اعتراف وکړ چې ده او د پلان ملګري یې غوښتل چې په برید کې "شهیدان" شي.

بیان وايي، د اوکلاهوما ښار اوسېدونکی توحیدي تر هغې وروسته نیول شوی چې اېف بي ای معلومه کړه چې هغه وسلې جمع کولې، د کورنۍ د شتمنیو د حساب تصفیه کولو اقدامات یې کول او خپلې ښځې او ماشوم ته یې افغانستان ته د تګ لپاره یو اړخیز ټېکېټونه اخیستي ول.

د عدلیې وزارت امریکا ته د هغه افغان د ور تګ په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې توحیدي د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالو په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی وو.

امریکا هغه ویزه هغو افغانانو ته ورکوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو یا ادارو سره کار کړی وو.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر میاشتې پر پینځمه نېټه وشي. په هغو انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ د رېپبلېکن او کاملا هیرېس د ډېموکراټ ګوند نوماندان دي.

توحیدي پر داسې مهال نیول شوی چې اېف بي ای په امریکا کې د سخت دریځو د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.

د پلټنو وفاقي ادارې د اکتوبر پر اتمه وویل، "د ترهګرو ځپل" یې لا هم "لومړیتوب دی" او په دې برخه کې له هرې هغې لارې کار اخلي چې "د امریکایانو ژوند خوندي کړي."

د توحیدي د تورونو په اسنادو کې هغه انځور ځای په ځای شوی چې ویل کېږي د نوموړي دی او هغه د خپلې لور په ګډون دوو ماشومانو ته تر مرګ وروسته د "شهید د اجرونو" ستاینه کوي.

دوی هغه مهال د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې دام ته ولوېدل چې کله یې پر فېسبوک د شخصي توکو د خرڅلاو اعلان خپرو کړ. اداره چې شکمنه شوه نو یو جاسوس ته یې دنده وسپارله چې له توحیدي سره اړیکه ونیسي او خبرې ورسره وکړي.

وروسته هغه جاسوس خپل یو بل همکار نوموړي ته معرفي کړ چې ګواکې د وسلو سوداګر دی او توحیدي له هم هغه دوه کلاشنیکوفونه واخیسستل.

چارواکو ویلي، توحیدي د داعش له تبلیغاتو اغېزمن شوی وو او له هغې ترهګرې ډلې سره له تړلي یو خیریه بنسټ سره یې کار کاوه.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د اېف بي ای په حواله ویلي دي چې توحیدي له هغه سړي سره هم رابطه کړې چې "سختدریځۍ ته د لېواله" کسانو په "استخدام کې یې لاس درلود."

د امریکا عدلیې وزارت د حملې په پلان کې د نوموړي شریک نه دی معرفي کړی، خو ویلې یې دي چې هغه هم یو افغان او د توحیدي اوښی (یعنې د ښځې ورور) دی چې د وزارت په وینا، نیولی یې دی خو هویت یې ځکه پټ ساتلی چې عمر یې کم دی.

پر توحیدي د ترهګرې ډلې داعش د مادي ملاتړ او د یوې توطیې تورونه پورې شوې دي او که ثابت شي نو عدالت ورته د ۲۰ کلونو پورې د بند سزا اورولای شي.

نصیر احمد توحیدي د اکتوبر پر اتمه په محکمه کې تر څرګندېدو وروسته توقیف خونې ته لېږدول شوی دی او تر اوسه معلومه نه ده چې وکیل لري او که نه؟

اژانس وايي، د اوکلاهوما ښار په څنډه کې د هغه کور په انګړ کې، چې دوه پوړه لري او ویل کېږي د توحیدی دی، د خرڅلاو اعلان نصب شوی دی.

اژانس وايي، هغه مېرمنه چې ځان د توحیدي ښځه یادوي ورسره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

په همدې حال کې له افغانستانه د تخلیې د یو اېتلافي پروګرام مشر ویلي دي چې پر توحیدي لګېدلي تورونه جدي دي، خو زیاتوي چې دا یوه انفرادي قضیه ده او پر سر یې باید ټوله ټولنه ملامته نه شي.

XS
SM
MD
LG