امریکا او برتانیا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه کړي دي چې ایران او روسیې یې غندنه کړې ده.
د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن، چې تر جراحۍ وروسته د روغتیايي حالت پېچلتیاوو له وجې په روغتون کې بستر دی، د جنورۍ پر ۱۱مه شپې ناوخته په بیان کې ویلي دي چې د امریکا او برتانیا پوځ د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او نېدرلینډز (هالینډ) په همکارۍ، په سره سمندرګي (بحیره احمر) کې پر نړیوالو بېړیو د حوثي یاغیانو د بې ثباتوونکو او خطرناکو بریدونو په غبرګون کې په یمن کې د هغوی تر واک لاندې په سیمو کې پر پوځي اهدافو حملې کړې دي.
اسټن خبرداری ورکړی دی چې که حوثیان خپلې حملې و نه دروي نو ډېر زیان به وګالي.
اخوا امریکايي ولسمشر جو بایډن په بیان کې ویلي دي چې پوځ یې له برتانیویو ځواکونو او د ځینو نورو هېوادونو په ملتیا او همکارۍ، د حوثي یاغیانو هغه اهداف ویشتلي دي چې حوثي یاغیانو د "نړۍ په یو له تر ټولو مهمو بحري لارو کې د تګ راتګ د ازادۍ ګواښلو لپاره کارول."
د برتانیا وزیراعظم رېشي سوناک په بیان کې ویلي دي چې بریدونه "ضروري او په تناسب برابر" دي.
په همدې حال کې حوثي یاغیانو ګواښ کړی دی چې د امریکا او برتانیا پر هوايي بریدونو سربېره په سره سمندرګي کې له اسراییلو سره تړلې کښتۍ په نخښه کوي.
روسیې او ایران په یمن کې هوايي بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې هغه اقدام په منځني ختیځ کې بې ثباتي لا زیاتولای شي.
ایران پر حوثي یاغیانو بریدونه د یمن د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو سرغړونه بللې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا ویلي دي چې مسکو پر پوځي بریدونو د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
په یمن کې مېشتو ایران پلویو حوثي یاغیانو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې په سره سمندرګي کې پر کاروباري کښتیو حملو ته دوام ورکړی دی.
حوثیانو تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته حملې پیل کړې چې اسراییلو په غزه کې د حماس، چې امریکا او برتانیا یې ترهګره ډله بولي، پر وړاندې جګړه پیل کړه.
امریکایي پوځ د ډېسېمبر پر ۳۱مه په یو بیان کې وویل، هيلي کاپټرو یې د ايران پر ملاتړ لرونکو حوثي یاغيانو ډزې کړي دي چې پکې ۱۰ یاغیان وژل شوي دي.
پوځ ویلي ول چې ډزې یې هغه مهال وکړې چې یاغیانو پر یوې سامان وړونکې بېړۍ حمله کوله. حوثي یاغیانو هم په پېښه کې د خپلو ۱۰ ملګرو وژل کېدل یا ورکېدل تایید کړي ول.
د ډېسېمبر پر ۲۶مه د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړ چې ځواکونو یې د سره سمندرګي په فضا کې تر ۱۲ زیاتې ډرون الوتکې او یوشمېر توغندي ویشتلي دي.
قومندانۍ ویلي ول چې هغه ډرون الوتکې او توغندي حوثي یاغیانو ویشتلي ول.
تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۲۶مه، د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو په سره سمندرګي کې پر یوې بېړۍ د توغندي او له غزې تړانګې سره د یووالي ښوولو لپاره د اسراییلو پر لوري د ډرون برید ذمه واري ومنله.