د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او برېتانیا پر روسیې نوي بندیزونه لګوي


د روسیې پوځیان د اوکراین ختیزې سیمې افديېفکا تر نیولو وروسته ګزمه کوي - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.
د روسیې پوځیان د اوکراین ختیزې سیمې افديېفکا تر نیولو وروسته ګزمه کوي - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

په داسې حال کې چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل دوه کاله پوره کېږي، امریکا پر مسکو نوي بندیزونه لګوي.

د امریکا اې بي سي نیوز د فبرورۍ پر ۲۲مه د مالیې وزارت ویاند له خولې ویلي دي چې واشنګټن د فبرورۍ پر ۲۳مه پر روسیې او د هغه هېواد د حکومت پر ملاتړ کوونکو شبکو تر ۵۰۰ زیات بندیزونه عملي کوي.

د امریکا یوې لوړپوړې ډېپلوماټې وېکټوریا نولینډ ویلي دي واشنګټن پر اوکراین د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پراخ یرغل د دوو کلونو پوره کېدو او د روسي حکومت د مخالف سیاستوال الېکسي نوالني د مړینې په غبرګون کې "ځپونکي بندیزونه اعلانوي."

هغې وویل چې زیاتره بندیزونه به د پوتین "د جګړې ماشین" هدف وګرځوي.

له موضوع خبرو چارواکو هم اې بي سي نیوز ته ویلي دي چې د بندیزونو هدف د روسیې دفاعي څانګه او هغه ادارې دي چې وار له مخه ورباندې بندیزونه لګول شوي دي.

په همدې حال کې برېتانیې هم پر هغو روسیو شرکتونو او وګړو د بندیزونو پراخولو اعلان کړی دی چې ورباندې شک دی چې له پخوانیو بندیزونو څخه یې د مسکو په ژغورلو کې مرسته کوله.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولي دي.

له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې زرګونه سرتېري وژل شوي دي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG