د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي وزیراعظم د هر يرغمل شوي اسراییلي د ازادولو پر سر ۵ مېليونه ډالره جايزه ايښې


د اسراييلو وزيراعظم په بيت المقدس د وينا پر مهال ـ انځور له ارشيفه
د اسراييلو وزيراعظم په بيت المقدس د وينا پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د اسراییلو وزیراعظم بنيامين نتنياهو له غزې څخه د هر يرغمل شوي اسراییلي د خوشې کېدو په بدل کې د پينځو مېليونو ډالرو جايزه اعلان کړې ده.

نوموړي د نومبر پر ۱۹مه ژمنه وکړه چې هر هغه څوک چې د یرغمل شویو په ازادولو کې له اسراییلو سره مرسته وکړي، له محاصره شوې فلسطینۍ خاورې څخه په وتلو کې به ورسره مرسته هم کېږي.

د نتنیاهو دفتر د نوموړي له قوله زياته کړې، "هغو کسانو ته، چې غواړي له دې کړکېچه ووځي، زه ورته وایم، څوک چې زموږ یرغمل راوړي، د ځان او خپلې کورنۍ لپاره به خوندي لاره ومومي. موږ به د هر یرغمل تن پر سر پينځه مېلیونه ډالره هم ورکړو."

حماس دا ډول یو پخوانی وړاندیز رد کړی وو. امریکا او اروپايي ټولنې د ایران ملاتړ لرونکې هغه ډله د یو ترهګر سازمان په توګه پېژني.

هغې ډلې ویلي چې پاتې یرغمل شوي کسان به یوازې د جګړې د ختمولو، د فلسطين د محاصرې د لیرې کولو او د جګړې او غربت ځپلې غزې تړانګې د بیارغونې د کار په اړه د یوې موافقې له مخې خوشې شي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول، ځینې یې وژل شوي خو پاتې نور يې لا هم له حماس سره دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی او جګړه یې لبنان ته هم غځولې ده.

په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي چې اسراييلو په غزه کې په خپلو پيل کړيو عملياتو کې تر اوسه له ۴۳،۰۰۰ زيات کسان وژلي دي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څو ځلې د اوربند هڅې شوې دي، خو تر اوسه پورې یې نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG