امریکا په غزې کې د سمدستي اوربند د غوښتنې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ځکه رد کړ چې پکې اوربند د یرغمل شویو اسراییلیانو له سملاسي خوشې کولو سره نه دی تړل شوی.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول، ځینې یې وژل شوي خو پاتې نور يې لا هم له حماس سره دي.
په امنیت شورا کې د نومبر ۲۰مې د قرارداد په حق کې ۱۴ او په مخالفت کې یې یوه رایه وکارول شوه، خو ځکه منظور نه شو چې د شورا دایمي غړې امریکا یې پرضد د ویټو حق وکاراوه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې مرستیال رابرټ ووډ وویل چې د ویټو حق له استعمالولو یې د ډډې لپاره څو اونۍ کار وکړ. نوموړي پر دې خپګان وښود چې د "مصالحې ژبه" و نه منل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د نومبر پر ۱۹مه له غزې څخه د هر يرغمل شوي اسراییلي د خوشې کېدو په بدل کې د پينځو مېليونو ډالرو جايزه اعلان کړه او و یې ویل چې هر کس چې د هغوی په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي، له محاصره شوې فلسطینۍ خاورې څخه په وتلو کې به ورسره مرسته هم کېږي.
خو حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، تر دې مخکې دا ډول وړاندیز رد کړی وو او د یرغمالیانو خوشې کول یې د جګړې او د فلسطینۍ خاورې د محاصرې له ختمولو او د غزې د بیارغونې له موافقې سره تړلي ول.
اسراییلو د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی او جګړه یې لبنان ته هم غځولې ده.
په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي چې اسراييلو په غزه کې په خپلو پيل کړيو عملياتو کې تر اوسه له ۴۳،۰۰۰ زيات کسان وژلي دي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څو ځلې د اوربند هڅې شوې دي، خو تر اوسه پورې یې نتیجه نه ده ورکړې.