د لاسرسي ځای

تازه خبر

فولکر ترک وايي له مارچ راهیسې د اسراییلو عملیاتو کې ۱،۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي


یوشمېر فلسطینیان د غزې پر یو ښوونځي، چې پکې بې کوره وګړي اوسېدل، د اسراییلو تر برید وروسته ړنګه وداني ګوري - د اپرېل څلورمې انځور.
یوشمېر فلسطینیان د غزې پر یو ښوونځي، چې پکې بې کوره وګړي اوسېدل، د اسراییلو تر برید وروسته ړنګه وداني ګوري - د اپرېل څلورمې انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک ټینګار کړی دی چې په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي او ورته د بشري مرستو لېږد اجازه ورکړل شي.

نوموړي د اپرېل پر درېیمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د منځني ختیځ او غزې پر وضعیت غونډې ته وویل، له مارچ راهیسې په غزې کې په اسراییلیو عملیاتو کې ۱،۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

ترک وویل، "د استوګنې پر ودانیو، خیمو، روغتونونو او ښوونځیو بمبارۍ دوام لري،" او ان چې "فلسطینیانو په کورونو کې اختر هم لمانځه" نو حملې کمې نه شوې.

نوموړي د اسراییلو یو وروستی برید چې پکې "۱۵ روغتیاپالان او بشري مرستندویه کارکوونکي ووژل" شول، "د وحشت وړ" وباله.

رسنۍ د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، تر واک لاندې د غزې روغتیا وزارت په حواله وايي چې د اپرېل پر دویمه د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۶۰ تنه ووژل شول. ویل کېږي چې هغه حمله د ملګرو ملتونو پر یوه ودانۍ شوې چې د کډوالو پنډغالی پکې دی.

اسراییلی پوځ وايي، هغه وداني، چې مخکې یو روغتون وو، اوس د حماس د قوماندې مرکز وو چې هدف یې ګرځولی دی. خو حماس د اسراییلو دعوه په کلکه رد کړې.

ترک د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې په غزه کې باید حملې سمدستي ودرېږي او اوربند وشي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش هم ویلي ول چې د اسراییلو په بمباریو او ځمکنیو عملیاتو کې د خلکو خورا زیاتې مرګژوبلې سخت خواشینی کړی دی او باید سمدستي اوربند وشي.

فولکر ترک (ښي لوري ته) او انتونیو ګوتېرېش په غزې کې د سمدستي اوربند غږ کړی دی - د فبرورۍ ۲۴مې انځور.
فولکر ترک (ښي لوري ته) او انتونیو ګوتېرېش په غزې کې د سمدستي اوربند غږ کړی دی - د فبرورۍ ۲۴مې انځور.

اسراییلي چارواکي وايي، پر غزې خپلو حملو ته دوام ورکوي. وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اپرېل پر دویمه وویل چې غواړي په غزې تړانګه کې ګام په ګام فشار زیات کړي چې حماس اسراییلي یرغملیان وروسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس ډلې د مشرتابه یوه لوړپوړي غړي د مارچ پر ۲۹مه وویل، د قطر او مصر د اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې ده.

قطر او مصر، چې له اوږدې مودې راهیسې د اسراییلو او حماس ترمینځ د اوربند مینځګړتوب کوي، دوه ورځې مخکې د اوربند وړاندیز کړی وو.

اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه له حماس سره اوربند ختم کړ او پر غزې یې درانه هوايي بریدونه وکړل. په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، پر هغه ورځ په حملو کې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.

حماس د مارچ د ۱۸مې تر بمبارۍ وروسته وویل چې اسراییلو نه یوازې د اوربند د موافقې سرغړونه کړې بلکې په غزه کې یې ۵۹ یرغملیان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

د یرغملیانو او د هغوی د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه وه چې په غزه کې تر څه باندې یو کال وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شو.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG