د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ د غزې پر ښوونځي د اسراییلو په برید "زښته اندېښنه" ښوولې


فلسطینیان د اسراییلو تر برید وروسته د ښوونځي وداني ګوري - د اګست ۱۰مې انځور.
فلسطینیان د اسراییلو تر برید وروسته د ښوونځي وداني ګوري - د اګست ۱۰مې انځور.

سپینې ماڼۍ په غزې ښار کې د یو ښوونځي پر ودانۍ د اسراییلو پر هوايي برید "زښته اندېښنه" ښوولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د ملکي دفاع د چارواکو په وینا د اګست پر ۱۰مه په شوې حمله کې نېږدې ۱۰۰ تنه ووژل شول. د تابعین په نوم د ښوونځي په ودانۍ کې بې کوره فلسطینۍ کورنۍ مېشتې وې.

په همدې حال کې د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس د اېرېزونا په فینېکس کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کیمپېن پر مهال ویلي چې "یو ځل بیا ډېر ولسي وګړي ووژل" شول.

هغې د امریکا دا غوښتنه تکرار کړه چې د یرغملو کسانو خوشې کېدل او د اوربند په اړه جوړجاړي ته رسېدل اړین دي.

د غزې د بیړنیو چارو ولسي اداره، چې د مرګژوبلې په اړه د کره شمېرو ورکولو سابقه لري، وايي چې په بمبارۍ کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول.

خو اسراییل وايي چې شاوخوا ۲۰ وسلوالو له هغې ودانۍ څخه فعالیت کاوه او وايي چې په برید کې یې ۱۹ وسلوال وژلي دي.

تر امریکا مخکې یوشمېر عربي هېوادونو، ترکیې، برېتانیا او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر هم حمله غندلې ده.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو له هغې ورځې راهیسې په غزې تړانګه کې پراخه پوځي عملياتو ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې تر ۴۰،۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي چې ډېری یې ملکیان دي. د جګړې پر مهال تر ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG