د خیبر پښتونخوا په بنو کې د "پښتون قامي جرګې" په نوم درې ورځنۍ غونډې ته د پاکستان د پښتون مېشته سیمو سیاستوالان، پوهان، مدني فعالان، ښځې، قبایلي مشران او یوشمېر نور کسان ورغلي دي چې هلته پښتنو ته پر ورپېښو مسلو بحث وکړي او د حل لارې چارې یې ولټوي.
د مارچ پر ۱۱مه پیل شوې جرګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند وربللې ده او په بلنلیک کې یې ویلي چې ګډونوال به د پښتنو په سیمو کې د ناامنیو، د خلکو د بېکورۍ او پر خپلو وسیلو د واک پر موضوعاتو غږېږي.
ایا د بنو جرګه به د پښتنو د لویو مسلو د هواري د لارو چارو په موندلو کې خپل کردار ولوبولای شي؟ د سیاسي او سیمه ییزو چارو پوه رفیع الله کاکړ وايي، د هغو مشکلاتو حلول یوې اوږدې مبارزې ته اړتیا لري چې د بنو جرګه د هغه بهیر یوه برخه ده. "که له دې جرګې څخه داسې یو شی راووځي چې د پښتون وطن سیاسي او مذهبي ګوندونه پر یوه مشترکه اجنډا متفق شي، نو دا به د سیاسي عمل لپاره یوه لویه ګټه وي. نور زه له دې څخه ډېرې تمې نه لرم ځکه چې د لویو قامي ستونزو د هواري لپاره که یو سیاسي عمل او مبارزه وي [نو] له همدې لارې [بیا] هوارېږي."
موږ داسې نه شو ویلای چې پخوا چې جرګې شوې دي هغه ناکامه شوې دي، بلکې دا هر څه د یو عمل برخه ده چې پرمخ روان دی.ډاکتر دروېش اپرېدی
د بنو جرګه پر داسې مهال کېږي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې مخکې هم جرګې شوې دي.
په دې ترڅ کې د سوات یوه پخواني ملتپاله سیاستوال افضل خان لالا په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د قامي جرګو لړۍ پیل کړې وه او تر هغې وروسته په تېرو درو کلونو کې عوامي نیشنل ګوند او مزدور کسان پارټۍ هم دوه جرګې وکړې خو د هغو ناستو پرېکړې اکثر نه عملي کېږي.
په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو او چارو د څانګې استاد ډاکتر دروېش اپرېدی وايي، د بنو د جرګې ګډونوال باید د لویو ستونزو د هواري لپاره پر یوه ګډه تګلاره سلا شي. "موږ داسې نه شو ویلای چې پخوا چې جرګې شوې دي هغه ناکامه شوې دي، بلکې دا هر څه د یو عمل برخه ده چې پرمخ روان دی. [دا ډول ناستې] ډېره ګټه لري، په ورو، ورو قام یوځای کوي، د قام مشران یو ځای ته ورولي چې مشاورت وکړي. نو دا د روان عمل یوه کړۍ ده او ګټه یې [ضرور] وي. نتیجه خو به یې [هغه وخت] راووځي چې پښتانه کښېني، د خپلو ستونزو د هواري لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي او د دې جرګې له لارې د یوې مشترکه [لایحه عمل] د جوړېدو امکان هم شته."
د بنو په جرګه کې د ښځو ګډون
د بنو د جرګې منتظمین وايي، ناستې ته یې پښتنې ښځې هم ورغوښتې دي ځکه چې په وینا یې، په سیمه کې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې ناامنیو او ناکرارۍ تر ټولو زیات تاوان ښځو ته رسولی دی. دوی زیاتوي چې په دودیز ډول ښځې اکثر په جرګو کې ګډون نه کوي، نو ځکه یې دا نوښت کړی دی چې هغوی هم وروبولي چې درې ورځنۍ ناسته ټولګډونه کړي.
د قانوني چارو پوهه او د پېښور های کورټ وکیله نازش مظفر وايي، دا ډول جرګې هغه وخت اغېزناکې وي چې ښځې د ټولنې او ریاست پر کچ د سیاسي او مشورتي عمل برخه شي. "زموږ د ابادۍ ۵۲ فیصده ښځې دي. مهمه خبره دا ده چې پښتنې ښځې په دې جرګه کې څه غوښتنې کوي او څه مشورې ورکوي؟ ګورئ، [دودونه او روایات] ډېر اهمیت لري – لکه د فیصلې [واک] سړي لري، دا یوه منل شوې خبره ده."
مظفر زیاتوي چې د پښتنو په دودیزه ټولنه کې ښځې له سیاسي او ټولنیزو چارو لیرې ساتل شوې دي چې له وجې یې هغوی پر مهمو مسلو د پرېکړې کولو پوره واک او وړتیا نه لري، نو دا مهمه ده چې ښځې په ټولو چارو کې ښکېلې شي او پکې پراخ رول ولري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د مارچ پر اوومه مشال راډيو ته ویلي ول چې د بنو د جرګې د اجنډې واک یې ګډونوالو ته سپارلی او هغوی اختیار لري چې له خپلې پوهې سره سم، د پښتنو د مسلو د هواري لارې پیدا کړي.