د نومبر پر ۲۴مه، د هانګ کانګ خلکو د ښاروالۍ په انتخاباتو کې خپلې رایې وکارولې او څارونکي وايي، د خلکو ګډون بې ساری وو.
په هانګ کانګ کې ترسره شوي دغه انتخابات د حکومت ضد د احتجاجي لړۍ د ملاتړ په مانا ګڼل کېږي.
دا انتخابات د ښار په اتلسو ضلعي کونسلونو کې د ۴۵۲ سیټونو لپاره دي.
د حکومتي شمیرو ترمخه، د هانګ کانګ د وخت سره سم د ماسپښین تر یوې نیمې بجې پورې له ۱۵ لکو څخه زیاتو کسانو رایې اچولې وې.
د هانګ کانګ واکمنو او د چین حکومت پر رایه ورکونکو ټینګار کړی چې د هغه احتجاجي تحریک خلاف دې شي چې د ایشیا په مهم کاروباري مرکز هانګ کانګ کې یې ورځنۍ ژوند متاثره کړی دی.
په هانګ کانګ کې له تېرو څو میاشتو راهیسي د حکومت خلاف مظاهرې روانې دي. احتجاج کونکي غصه دي او وايي چې بیجنګ د هانګ کانګ د خودمختارۍ د محدودولو هڅې کوي.