د روسيې له خوا پر اوکراين تر بريد وروسته د مسکو او کيیف ترمينځ د لوړ کچ لومړۍ خبرې اترې ناکامه شوي او د يو احتمالي اوربند او له جګړه ځپلو سيمو څخه د ولسي وګړو پر ایستلو موافقه نه ده شوې.
دا مذاکرات د مارچ پر ۱۰مه د ترکیې په انتالیا ښار کې د روسیې د بهرنيو چارو وزير سېرګې لاوروف او د هغه اوکرايني سيال دېمېترو کولېبا ترمينځ تر هغه وروسته وشول چې د روسیو ځواکونو له لوري د اوکراين په محاصره شوي ښار ماريوپول کې پر يوه زېږنتون بريد نړيواله غصه پارولې ده.
د اوکراينیو چارواکو په وينا، د مارچ اتمې په بريد کې د يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه درې کسان ووژل شول.
د دواړو چارواکو ترمينځ تر ملاقات وروسته د اوکراين د بهرنيو چارو وزير کولېبا خبريالانو ته وويل چې د هغه روسي سيال لاوروف د جګړې درولو خبره و نه منله چې دا ډول به هغو لسګونه زره ولسي وګړو ته مرستې رسول شوې وای چې په جګړه ځپلو سيمو کې بند پاتې دي. نوموړي زياته کړه چې د کيیف لومړيتوب په ماريوپول کې د بند پاتې خلکو راايستل دی.
په ماريوپول کې پر روغتيايي مرکز تر بريد وروسته د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي روسيه په "جنګي جرمونو" تورنه کړې ده.
مسکو د اوکراینیو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
په عین حال کې د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) ويلي چې روسيې دوه اوونۍ وړاندې پر اوکراين له يرغل راهيسې هلته پر ۱۸ روغتيايي مرکزونو بریدونه کړي دي.
د سازمان په وينا، د مارچ پر نهمه د ماريوپول په محاصره شوي بندر کې د روسيې هوايي بريد يو زېږنتون ړنګ کړی دی. دا بريد داسې مهال شوی چې لسګونه زره اوکراينيان له هغو سيمو څخه د وتلو هڅه کوي چې د روسيې تر پرله پسې بمباريو لاندې دي.
بلخوا داسې ښکاري چې د لویدیز هېوادونو بندیزونو او ډېپلوماسۍ هم د روسيې په بريدونو کې کموالی نه دی راوستی.
د ماريوپول پر زېږنتون هغه بريد، چې پکې د اوکراينیو چارواکو په وينا لږ تر لږه ۱۷ کسان ژوبل شوي، د واشنګټن، لندن او واټيکان په ګډون سخت نړيوال غبرګونونه پارولي دي.
پر سفارتي کچ د هڅو په لړ کې د امريکا مرستياله ولسمشره کاملا هیرېس د مارچ پر ۱۰مه په وارسا کې له پولینډيو چارواکو سره پر اوکراين د روسيې د يرغل په اړه خبرې کوي.
د ماريوپول پر صحي مرکز بريد پر داسې مهال شوی چې په ټول اوکراين کې له محاصره شويو ښارونو څخه د ولسي وګړو د ايستلو لپاره د بشري دهلېزونو پرانيستلو پلان هغه ډول نه دی عملي شوی چې څنګه یې تمه کېده ځکه چې د مسکو له خوا بې له کومې پارونې د يرغل له کبله جګړه روانه ده او په لکونه خلک په ښارونو کې بند پاتې دي چې د ژوند د اساسي اړتیاو لپاره ورته سامانونه هم نه رسېږي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.
روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.
پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.
زرګونه روسي پوځیان د ۲۰۲۱ز کال له پای راهیسې له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای ول چې له وجې یې د امریکا او اروپايي ټولنې اندېښنې زیاتې شوې وې. واشنګټن په بیا بیا ویلي ول چې روسیه پر اوکراین یرغل کوي، خو مسکو ویل چې پر هغه هېواد د حملې نیت نه لري البته په ناټو اتحاد کې د اوکراین د نه شاملولو ترڅنګ یې د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوله چې واشنګټن رد کړې وه.