عبدلحی کاکړ مشال رېډیو
پاکستان په تېره قبايلي سیمي او صوبه خيبرپښتونخوا له تيرو نژدې اتو کلونو را هيسې د ترهګرۍ ضد جګړه کښې ښکېل دي. د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمينځ جګړه کښي د زرګونو کسانو د وژل کيدو پرته داسي ډيرخلک شته چي د خپل سوچ ، فکر او کړنو له کبله د امنيتي ځواکونو او طالبانو لخوا په مخصوصه توګه په نښه شوي دي. زموږ همکار عبدالحئ کاکړ (پر تا څه تیر شو وطنه ) تر نامه لا ندي د پروګرامونو لړې کې د همداسي جګړه ځپلو خلکو او کورنیو په تکل کښی دی چي هغه خپلي غميزي د مشا ل ريډيو له اوريدونکو سره شرېکي کړي.