که وژل کېږم هم خو واک نه پرېږدم.ولسمشر قذافي

د لېبیا ولسمشر معمر قذافي خبل ولس ته وینا کوي.۲۰۱۱ م کال د فبرورۍ ۲۲ نېټه



د ليبيا ولسمشر معمر قذافي په خپل پوځ غږ کړی چی د هغه پرضد راپورته شوی خلک له مينځه يوسي.

د ليبيا په سرکاري ټيلي ويژن په خپله وينا کي هغه وویل چی وسله وال مظاهره چيان به په دار ځړول کيږی.

ولسمشر قذافي زياته کړه هغه به د وييی تر آخري څاڅکي پوري جنګيږي او د يو شهيد په توګه به مري.

نوموړی زياته کړه چی هغه به له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورنه کړي او د انقلاب د يو مشر په توګه به پاتې وي.
د رپورټونو له مخې د معمر قذافی وفادار پوځ د سرښار ترابلس په ګډون په بن غازي او نورو یو شمیر ښارونو کي په سلګونه کسان په ډزو وژلي دي.

په ملګرو ملتونو کي د بشري حقونو سر مشر نيوي پيلي غوښتنه کړې چی په ليبيا کي د حکومت لخواه په مظاهره چيانو د شوي تشدد دې پلټنې وکړل شي.

بلخواه د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په ليبيا کي د حکومت لخوا په مظاهره چيانو د شوي تشدد په سختو ټکو غندنه کړې او ویلي یې دی چی دا عمل دی زرتر زره ودرول شي.

په نيويارک کي د ملګرو ملتونود امنيتی شورا د غونډی وروستويوه بيان کي ويلي دي چی ليبيايي ولس د جایزو غوښتنو پوره کولو لپاره دي ګامونه پورته کړی شي.

بيان زياتوي چی د ليبيا حکومت دي د نړيوالو قوانينو او بشري حقونو څخه سر غړونه بند کړي او د ولس خوندي کولو ذمه واري دې ترسره کړي.

د ملګرو ملتونود امنيتي شورا لخوا په بيان کي ويل شوي چی د بشري حقونو نړيوالی ادارې دی زر تر زره ليبيا ته رسايي وکړی.

په ليبيا کی د نا آرامۍ له وجی د تيلو په نرخ کي ۸ فيصده زياتوالی راِغلی، چی ۲۰۰۸د کال وروسته په لومړي ځل دومره لوړې ختلې دي.

د رپورټونوله ا مخی دا انديښنې څرګندېږي چی ګنې په ليبيا کي د بی ثباتۍ له وجی په نړۍ کي د تيلورسېدنګ ( سپلايي) اغيزمن کيدی شي.

ليبيا د نړۍ ۲ فيصده تيل پيدا کوي او رپورټونه وايي چی په ليبيا کي د ناکراریو له وجې په شمالي افريقايي ملکونو کي د تيٍلو سپلايي ګډوډه شوېده.