د کویلې کانکیندونکي تل له خطر سره ژوند تېروی

د مشال خبریال خدای نور ناصر له کان کیندونکو سره

خدای نور ناصر مشال رېډیو کوټه

دبلوچستان په ګڼ شمېرسیموکي دسکرو (کویلې) کانونه شتون لري،چي
شمېریې تر۸۰۰ اوړي.د سرکاري سرچینو د شمېرو له مخې د خوا شا ۴۰ زره کسانو روزګار ورسره تړلی دی

.دکویلې دغه کانونه چي ژوروالی یې زرګونه فوټه لاندي تللی دی.هرمزدور چي سهار ور کښته شي،ماښام راخېژي،ددوي په ویناهره ګړۍ مرګ په سترګوویني.که څه هم هره مزدوري ګران کار دی،خوداسي مزدوري چي دمځکي له سرڅخه په زرهاوفوټه لاندي وي،نه یواځي ګران بلکې له وېري هم ډک کار دی.


دکوټي له ښارڅخه شمال ختیز لورته د۲۵کیلومیتروپه واټن په سیورنج سیمه کي هم دسکروګڼ شمېرکانونه دي.چي دسرکاري کانوسره سره شخصي کانونه هم شته.

یوه داسي شخصي کان ته ورکښته شوم،چي ددغومزدورانوکاراوځاي وګورم. محمدیوسف چي په همدې کان کي د انجینرپه توګه کارکوي هم راسره وو چې مزدورانوته ورسېږو.

پرلاره مي له محمدیوسف دهمدې کان داوږدوالي او سوروالي په اړه وپوښتل ،هغه راته وویل،”داوخت زه اوته پنځلس سوه فوټه لاندي راغلي يو، او ددې کان ټول اوږدوالۍ شاوخواڅلورنیم زره فوټه دی. په دې کان ۱۸۵ مزدوران کارکوي.دغه مزدوران اکثره دخیبرپښتونخواله سوات سیمي څخه راغلي دي”

دشاوخوایوې ګنټې مزل وروسته موږ۴۶۰۰ فوټه لاندي کان ته ورسېدل.اوهلته یوشمېرمزدروانو چي دساه لنډۍ په حال کې یې کارکاوو.

۲۵کلن ځوان نصرالله چي په مخ کي یې یواځي دوې سترګي ښکارېدې اونورمخ یې ټول په کویله تور وو،راته وويل،”له تېرو۱۰کالوراهیسي زه دلته په کان کي دننه مزدوري کوم، تعلق مي له سوات سره دی.په دې ۱۰کالوکي مې خوراډېرې سختۍ لیدلې دي، دلته زماډېرملګري ټپیان شوي دي، اوډېرمړه شوي هم دي، خوبس يواځي دغریبۍ له کبله دغه له وېري ډک کار کوو،که څه هم دوېري او ډار کار دی، خوموږ چي راشو،بیامو وېره اوډار له زړه ووزي، بس کار دی کوو يې . په دې کارکي مي د ملګرو تر څنګ څلورماماګان هم مړه شوي دي”

په داسي حال کي چي بې کوره په توروغروکي دامزدوري کوي،آیاکور ورته یادېږي،ستړیالږوي که ډېره.اوپه خاص توګه که کله څوک په کان کي مړشي،بیا ددوي کارته زړه کېږي که څنګه ؟نصرالله ددغوټولوپوښتنوځواب داسي راکړ”تريوې اوونۍ پوري موکارته زړه نه کېږي، خوبس مجبوري ده، اوهغه مجبوري مودې کار ته اړکړي، اوراشو.کورخویادېږي،دکار په وخت کي مي هم کور یادېږي خوچي کله ماښام ترکار وروسته ډوډۍ ته کېنم، نوبېخي ډېر مي يادېږي.واړه واړه خويندې وروڼه مي دي ،پلار اومور ټول رايادېږي، زه وايم چي هغه به په څه حال کي وي”

دکویلې په دې کان دډېرومزدورانوتعلق دخیبرپښتونخوا سره دی.دنصرالله په څېرفضل رحیم هم چي عمریې داوخت ۳۰کالوته رسي،دده په ویناله تېروڅلوروکالوراهیسي یې دکویلې دې ګران اوله وېري ډګ کارته غاړه ایښې ده.داچي پکي څومره وېره ده، فضل الرحیم وائي”ګران کار دی، دوېري کاردی، او دمرګ خطره په کې هروخت وي،څه وکړو بله دنده نشته نو،زده کړي ياتعلیم موږ نه دی کړی، اوبې روزګاره يو.د۱۲ ګنټې دلته کارکوو”
د سورنج د کویلې کانکیندونکی له مشال رېډیو سره خبرې کوي



دکویلې کوم کان ته چي موږکښته شوي وو،دهمهغه کان مشر سردارمامولا چي وائي ، له تېروپنځوکالوراهیسي دسردار په توګه په کان کي دننه کارکوي.داموترې وپوښتل چي آیاتراوسه دده په مشري کي داسي پېښي شوې،چي څوک په کي وژل شوي یاهم ټپي شوي دي؟
مامولا وائي “هوډېري داسي پېښي شوې دي،داخودماين کار دی،په دې کي داسي حادثې کېږي، چي ډېرپه کې مړه شوی هم دي”

دمځکي له سره په زرګونه فوټه لاندي،چي نه هم لمرپه سترګووینو،نه هم په آزادۍ سره ساه اخیستلی شي.یواځي دوي وي او دکویلې تور تور غرونه چي شاوخواترې چاپېر وي.....دوي څه ډول ژوندکوي،ددباندي غرونه ،لمر،پراخه نړی یې ترسترګوغړېږي که څنګه؟ماموالله یې په ځواب کي زیاتوي،

“اوس خودلته موږ عادت شوي يو،دغه تورتورغرونه، دااوس موږ خپل کور ګڼو.په دې ډار کي عادت يو.ولي چي دازموږ دروزۍ ځاي دی، اودلته موږ خپله مزدوري کوو”

دکويلې ددغومزدورانوپه ویناقدرت دوي ته هم دلته روزي لیکلې،دستړیا،
وېري اوپه دیدمرګ دغه کار کي په تېروڅلوروکالوکي ۱۶۰کانکیندونکي
وژل شوي اوتر۱۷زیات ټپي شوي دي.

داچي دحکومت له پلوه ددوي دژغورني اودلږترلږه ځاني زیان داوښتلولپاره اودوژل شویوله کورنۍ یاټپي شویوسره څه کېږي که یا؟دامي دبلوچستان له چیف انسپیکټرماین اعظم خان څخه وپوښتل ،هغه وايي،”کله چي په دې کي يوه حادثه وشي،ماناڅوک مړ شي، نوبیادحکومت له خواورته درې لکه روپۍ ورکول کېږي.له دې ماسواموږ مرکزي حکومت ته يو وړاندیز (تجویز) لېږلی دی، چي په هغه کي موږ ورڅخه ددې لپاره پیسې غوښتې دي،چي دلته کانکېندونکوته خصوصي تربیې ورکړو،چې مرګ ژوبله لږترلږه وي”

دیادوني وړده چي ددغومزدورانوپه مټ تراوسه په اربونه ټنه کویله راویستل شوې ده.سرکاري سرچینې وایي چي یواځي له ۲۰۰۸ تر۲۰۰۹ م کال پوري دبلوچستان له غرونوڅخه ۲۰۹۳۷۹۳ټنه کویله وتلې ده.