په ایران کې د چاپو غندنه کوو: سپینه ماڼۍ

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي ایران سیاسي مشران او فعالین، د بشري حقوقو مدافعین، د زده کوونکیو مشران، خبریالان او پر انټرنېټي پاڼو لیکونکي نیولي دي.
په دې کار امریکا د ایران غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا د ویرونې یو منظم کمپاین دی. د امریکا سپینې ماڼۍ پر ایران دا تور هم پورې کړی دی چې خلک د معلوماتو لاس ته راوړنې ته نه پرېږدي او سيټلایټونه او انټرنيټي پاڼې یې تړلې دي. د سپینې ماڼۍ دا بیان تر هغې وروسته راغی چې یوې نړیوالې ټولنې وویل ایران دوه د حکومت مخالف مشران میر حسین موسوي او مهدي کروبي په پلازمېنې تهران کې له خپلو کورونو بیولي دي او د کورونو دننه یې بندیان کړي دي.