مصر: نن ټولپوښتنه کېږي

په مصر کې خلک د اییني بدلونونو لپاره نن رایه اچوي.
د فبرورۍ په میاشت کې د ولسي پاڅون له کبله د دې هېواد اوږدمهاله مشر حسني مبارک خپله دنده پرېښوده او د ملک واګي یې د پوځ عالي شورا ته وسپارل.
د پوځ عالي شورا پر خلکو ټینګار کړی دی چې په لوی شمېر کې دې رایې اچونې ته راووځي او دا چې دا ټولپوښتنه یا رېفرنډم به د پارلېماني او ولسمشریزو انتخاباتو لپاره سازګار ماحول جوړ کړي. په دې هېواد کې د اخوان المسلمین ډله چې په مصریانو کې د زیاتوپلویانو د لرلو دعوه کوي، د بدلونونو ملاتړ کوي خو د جمهوري اصلاحاتو پلویان، لکه محمد البرادعي چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی مشر هم دی، پر خلکو ټینګار کړی دی چې رایې دې نه اچوي ځکه چې د ده په وینا دا بدلونونه د مصر د سیاسي نظام د بدلولو په ترځ کې څه نه کوي. د ټولپوښتنې مخالفین وايي ایین دې بیا له سره ولیکل شي، او وايي مصر تر انتخاباتو مخکې د سیاسي ډلو تنظیمولو لپاره وخت ته اړتیا لري. په ټولپوښتنې کې داسې بدلونونه هم شته لکه یو کس نشي کولای چې له دوه ځلو زیات د ولسمشر پر څوکۍ وګومارل شي.