په افغانستان کې طالبانو د یوه تښتول شوي کاناډايي وګړي ویډیو خپره کړې ده او ویلي یې دي چې د دوی په عدالتونو کې کېدای شي پر هغه مقدمه وچلول شي.
دا وسله وال وايي چې د کولېن ردرفورډ په نوم یو کس یې په غزني ولایت کې نیولی دی. تر اوسه دا نه ده مالومه چې نوموړی یې کله نیولی دی.
طالبانو پر ردرفورډ د جاسوسۍ تور پورې کړی دی.
کاناډا وايي دا ۲۶ کالن سړی افغانستان ته د سیلګرۍ لپاره تللی وو. په ویډیو کې ردرفورډ ښودل شوی دی چې د یوه نه ښکاره کېدونکي پلټونکي د پوښتنو ځوابونه وايي.