خبریالان له انصافه بې برخې دي



د خبریالانو د ژغورنې یوی اداری ، په خپل یوه نوی رپوټ کې ویلي، د نړۍ په قانون نافذه کونکو ادارو کې درغلیو، وژل شوي خبریالان له انصافه محرومه کړي دي.

دا اداره په نړۍ کې د خبریالانو د حقوقو د خوندي ساتلو لپاره مبارزه کوي. ادارې د ۲۰۱۱ په خپل کلني رپوټ کې هغه ملکونه هم ښودلي ، چې پکې په روان کال تر ټولو زیات خبریالان وژل شوي دي.

ادره وایی ، وژل شوی خبریالانو کې زیاتره مقامي وو ،او په کې تر ۴۰ فیصده زیاتو ته تروژني وړاندی دړکې ورکړل شوې وې.

عراق ، صومالیه ، فلپاین، سری لنکا او کولمبیا د هغه هیوادونو په لسټ کې دی، چیرته چې تر ټولو زیات خبریالان وژل شوې دي.

افغانستان، نیپال، میسکو، روس ، پاکستان بنګله دیش، برازیل او هند هم په دې لسټ کې شامل دي.