د صوبايي خودمختارۍ ورځ

اسلام اباد: د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اتلسم اییني ترمیم بل په قانون کې د بدلولو لپاره لاسلیکوي. وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني هم ورسره ناست دی. د ۲۰۱۰ز د اپرېل ۱۹ مه.

رپورټ: اسرار عالم مومند، پامیر ساحل، مشال راډیو


د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو صوبو کې د جمعې په ورځ د صوبايي خود مختارۍ یا خپلواکۍ ورځ لمانځل کېږي.

له ننه، له مرکزه ۱۷ وزارتونه، له ټول واک سره صوبو ته انتقالېږي. صوبو ته د وزارتونو د سپارښت د پرېکړې منظوري وړمه ورځ د پاکستان فېډرالي کابینې ورکړې وه.

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني وايي: ((ننۍ [د جولای لومړۍ، جمعه] ورځ د صوبايي خپلواکۍ د قامي ورځې په توګه لمانځل کېږي.))

د وزارتونو صوبو ته د سپارښت بهیر د پاکستان په اساسي قانون یا ایین کې تر اتلسم ترمیم یا بدلون تر مخې شونی شو.

اتلسم اییني بدلون وايي چې د هېواد پینځه لوی وزارتونه، لکه د اقتصادي چارو وزارت، د مالي چارو ، د دفاعي چارو، د بهرنیو چارو، او مواصلاتو وزارتونه به د فېډرالي حکومت تر واک لاندې وي.

له یادو شویو وزارتونو پرته نور هغه به له صوبو سره وي، او صوبې به تر ډېره حده په ډېرو کارونو کې خپلواکه وي.

په پاکستان کې د ۱۹۷۳ز کال ایین ځېنې برخې، په ۱۹۷۷ز کال کې، جنرال محمد ضیا الحق د خپلې کودتا پر مهال وځنډولې او بیا یې په ایین کې لوی بدلونونه راوستل.

په ۱۹۹۹ز کال کې جنرال پروېز مشرف هم کودتا وکړه او د نواز شریف په وزیر اعظمۍ کې یې حکومت نسکور کړ.
جنرال پروېز مشرف په ایین کې اوولسم بدلون راوست چې ترمخې يې زیات واک له ولسمشر سره پاتې شو او وزیراعظم لږ واک درلود.

د اوسمهاله حکومت له راتګ سره، په ایین کې اتلسم بدلون راوستل شو چې تر مخې یې د ضیا الحق او د مشرف د وخت ډېر بدلونونه په شا وګرځول شول او وزیراعظم ته زیات واک ورکړل شو او ولسمشر یواځې د دولت د مشر په توګه پاتې شو.

د پاکستان د ۱۹۷۳ز کال اساسي قانون، دا هېواد د یوه فيډرېشن یا وفاق په توګه معرفي کوي. د ایین ترمخې، د حکومت مشر به وزیراعظم وي او د دولت مشر ولسمشر. په هېواد کې به پارلېمان لوړه درجه او واک لري. همدا راز د څلورو صوبو خپلې جرګې یا اسمبلۍ به وي چې په کې به د حکومت مشر اعلا وزیر وي. د ولسمشر د یوه استازي په توګه په هره صوبه کې یو ګورنر کېني چې د صوبي د دولتي چارو یا (State Affairs) مسوول وي.

ایین وايي، د قبایلي سیمو واک په پراخ کچ د ولسمشر په لاسونو کې دی او فېډرالي حکومت، چې له اسلام اباده چلېږي، د دې سیمو د بېلا بېلو چارو پر مخ بیولو لپاره ذمه وار وي.

په پاکستان کې له مودې راهیسې صوبو د پراخ واک او خود مختارۍ غوښتنه کوله.