ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو
رپورټ: ابو بکر صدیق، د ازادې اوروپا راډیو
د پاکستان پوځ د برېتانیې د پاچاهۍ د وختونو اساس لري، دا اساس سیکولر وو. په دې پوځ کې اوس مذهبي رجحانات، د پخوا پرتله، زیات شوي دي.
محمد اکرم اپریدی، له پوځه ریټایرډ کرنل دی. دی په ۲۸ کالونو کې د پوځ دننه د دې بدلون شاهد پاتې شوی دی. ۶۴ کالن اکرم ته په یاد دي چې د برتانیې د پاچاهۍ په وخت کې موسیقي، لوبې او د پوځیانو په مرکزونو کې شراب عادي خبره وه. اکرم په ۱۹۷۰ز کال کې حیرانه وو چې کله به ځوانو پوځي افسرانو په ښکاره شراب څښل. خو چې کله په ښکاره، د شرابو پر څښلو بندیز ولګېد، نو بیا به په شخصي توګه په کورونو کې شراب څښل کېدل.
اکرم اپریدی وايي، دجنرال ضیا الحق د هېواد مشرۍ پر مهال جوماتونه د پوځیانو مهم ځایونه شول: (( د ضیا په وخت کې جوماتونه ډېر فعاله ول. ښکاره درته وایم چې خلک به تر دې مخکې جوماتونو ته په تګ کې شررم محسوساوه، ځکه چې د دوی به دا ګومان وو چې دا د پسمانده ذهنیت د خاوندانو کار دی. خو زما په اند، د ضیا له راتګ سره بیا خلک په دې ویاړېدل چې جومات ته دې لاړ شي.))
زیاتره خلک دا فکر لري چې د اویایمې تر لسیزې وروسته، د جنرال ضیا الحق د ټاکلو مذهبي اصولو له کبله د پاکستان پوځ د اسلام خوښۍ لار خپله کړه. زیاتره پوځیانو دریځ درلود جې له دې سره به د اسلامپاله اورپکو پر ضد کارروایانې تر تاثیر لاندې راشي.
د پوځ د یوه لوړپوړي افسر له یوې سختدریځه اسلامپاله ډلې سره د اړیکو لرلو په تور نیول کېدل ښيي چې د پوځ په لیکو کې سختدریځي زیاته شوې ده.
د پاکستان د شپږ لکه سرتېرو د پوځ بنیاد په سیکولر اساس ايښودل شوی دی. په دې پوځ کې د څار او نظم قانون هم ډېر سخت دی.
یو ریټایرډ بریګېډییر اسد منیر وايي د ډسپلن یا نظم میکانیزم د دې لپاره وي چې د پوځ استخبارات له دې خبر شي چې ګواښ په کوم ځای کې دی او له کوم ځایه خطر دی. اسد منیر وايي، د ضیا په وخت کې د څار او د توازن نظام د هغه د تګلارو له کبله کمزوری شو.
د پاکستان د پوځ پخواني افسران مني چې دا هېواد له هغه دښمن سره په جنګ دی چې دوی ورسره مرسته کړې وه. اسد منیر وايي، د پاکستان پوځ د سپټمبر د یولسمې تر پېښې وروسته، په اخلاص سره، د اسلامپاله اورپکو پر ضد په جګړه کې ښکېل دی.
د پاکستان د پوځ یو بل پخوانی افسر، بریګېډییر اخیان ګل خټک هم له هغو افسرانو یو دی چې د پوځ په اسلامي کلچر کې د بدلېدو شاهد دی. دی وايي، دا هېواد د مسلمانانو لپاره جوړ کړل شوی وو، خو دوی ته په ازاد ډول د اسلامي کارونو اجازه نه وه. اخیان ګل وايي چې دا مهال په پاکستاني پوځ کې ښايي ځېنې اورپکي وي، خو بهرني خلک دا ګومان کوي چې په ټول پوځ کې اسلامپاله سختدریځي پراخه شوې ده. دی زیاتوي، اصلاً دا د امریکا ضد د جذباتو زیاتېدل دي.
د پاکستان د پوځ یو بل بریګیډیر سعد محمد خان له دې خبرې سره متفق نه دی چې د امریکا ضد جذباتو له کبله په پوځ کې سختدریځي زیاته شوې ده. دی وايي چې د امریکا پر ضد خلک را پارول د اورپکو لخوا د اسلام خپله تشریح ده. دی زیاتوي، په جادو دا اوسني حالات، په یوه ورځ کې نشي سمېدای.
بریګیډییر سعد هیله من دی او دې خبرې ته هم اشاره کوي چې ولس پر پوځ انتقاد هم کوي چې په مشرقي پنجاب کې د اورپکو مرسته کوي.
سعد زیاتوي، کېدای شي بالاخره د پاکستان ملکي حکومت د پوځ واک په خپل لاس کې واخلي.