دکراچۍ ښار اورنګي ټاون په سېمه کې د نامالومه کسانو په ډزو ۱۵ کسان وژل شوي او ديرش نور ژوبل شوي دي . د عوامي نېشنل ګوند سرچېنې وايي چې دغو پېښو کې ددوی د ګوند څلور کسان وژل شوي او لس ژوبل شوي دي ـ حکومت په سېمه کې د امن راوستو په هيله په يو موټر سايکل ددوه کسانو په ګرځيدو بنديز لګولی دی .
د اورنګي ټاون پوليس وايي تېر مازيګر د نامالومه موټر سايکل سورو په ډزو د قصبه کالونۍ په سېمه کې دوه کسان نصيب ګل او هدايت الله وژل شوي دي . ددې پېښې روستو د قصبه موړ په سېمه کې نامالومه وسله والو د سورلو په يو بس ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې درې کسان عبدالله،ګل نواب او يو نامالوم تن وژل شوي او بس کې ناست اته نور کسان ژوبل شوي دي.
د عوامي نېشنل ګوند وياند قادر خان مشال ريډيو ته ويلي دي چې د اخ و ډب په دې پېښو کې ددوي د ګوند غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،"دې واقعاتو کې زمونږ د ګوند څلور کسان شهيدان شوي دي او لس نور زخميان شوي دي ٬٬
د سېمې خلک وايي د تېرمازيګر راهیسې د شورو شوي اخ و ډب د پېښو وروستو په سېمه کې ويره خوره ده چې له وجې يې نن هم کاروبارونه بند دي او له سړکونو څخه د سورلو بسونه تري تم دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چارواکي وايي د تېرې شپې په وژنو کې ددوي د ګوند يوغړی عزت الله ناصر وژل شوی دي ـ ددې نه علاوه د اورنګي ټاون په يولسم نمبر او نهم نمبر کې دوه نور کسان وژل شوي او د يوې شخصي ټي وي خبريال زخمي شوی دی.
عوامي نېشل ګوند په ښار د امن راوستو لپاره له حکومته خواست کړی دی چې د ښار امنيتي چارې دې د دريو مياشتو لپاره پوځ ته وسپاري ـ ددغه ګوند سنېټرحاجي عديل رسنيو ته ويلي دي چې پوځ دې د سوات په څېر کراچۍ کې هم فوجي عمليات وکړي ـ بل لور ته د متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسين د احتجاجونو د شورو کولو دړکه ورکړې ده او ويلي دي چې که حکومت ښار کې د امن په راوستو کې ناکام شو نو دوي به د احتجاج يوه داسې سلسله شورو کړي چې د حکومت تر ختمولو به دوام ولري.
د سند صوبې اعلي وزير سيد قايم علي شاه په ښار کې داخ و ډب د تازه شورو شوې سلسلې نوټس اخيستې او د صوبې د پوليسو مشر واجد دراني ته يې د شرخوښو په ضد د سختۍ کاروايي حکم کړی دی ـ دې لړ کې سند حکومت تېر ماخوستن راهسې تر نامالومې مودې پر يو موټر سايکل ددوه کسانو په ګرځيدو بنديز لګولې دی ـ ددې نه علاوه د ښار په اورنګي ټاون او نورو متاثره سېمو کې د پوليسو شميره کې زياتوالی راوستې دي.
د کراچۍ د پوليسو مشر سعود مرزا په دې اړه وايي
،،موږ پوره پوره کوشش کوو چې حالات په خپل قابو کې راولو او هغه ځايونه چې د ډزو دا پېښې پکې رامنځته شوي دي هغه سېمې پوليسو په خپله ولکه کې اخيستي دي او څه کسان مو نيولي هم دي،،
د ایم کیو ایم مشر فاروق ستار چې د پاکستان پیپلز ګوند په مشری له اتحادي حکومت څخه د بیلدو اعلان کوي .۲۷/۶/۲۰۱۱
د يادونې وړ ده چې په ښار کې د اخ و ډب دا پېښې په داسې وخت کې رامنځته شوي دي چې تېره هفته د متحده قامي مومنټ ډلې له حکومته د وتلو اعلان وکړ.
ددغه اعلان نه پس د ښار صحافتي حلقو وينا وه چې ددې ډلې له حکومته د بېلېدو وروسته به په ښار کې د بدامنۍ پېښې نورې هم زياتې شي .
له حکومته د وتلو د اعلان روستو د متحده قومي مومنټ يو مشر حيدرعباس رضوي ويلي و، که پع ښار کې د بدامنۍ پېښو کې زياتوالی راشي نو پړه يې بايد حکومت ددوي په ډله وروا نه چوي. د ياد شوي ګوند د حکومت څخه د بېليدو روسته سند حکومت د پوليسو په محکمه کې بدلونونه هم راوستي دي خو بيا هم د اخ و ډب پېښې په زیاتېدو دي.