په کوټه کې درې کسان وژل شوي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نامالومه وسله والو درې کسان وژلي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي پېښه د کوټې د کامراني روډ په سیمه کې شوې ده. د مشال راډیو خبریال وايي د وژل شویو نومونه امجد علي، عاشق علي او قیوم دي.