د مقتدا الصدر خبرداری

په عراق کې نومیالي شیعه خطیب مقتدا الصدر خبرداری ورکړی دی چې که تر ټاکل شوې نېټې وروسته په هېواد کې امریکايي سرتېري پاتې شول نو د ده په خبره، له پوځي لارې به غبرګون ښيي.

په عراق کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو وروستۍ نېټه د روان میلادي کال د ډیسمبر ۳۱مه ده. مقتدا الصدر د امریکا ضد نظریاتو لپاره پېژندل کېږي. نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي کله چې تېره اوونۍ عراقي چارواکو وویل په دې اړه خبرو ته تیار دي چې ایا تر ټاکلې نېټې وروسته دې هم ځېنې امریکايي سرتېري د روزنیزو موخو لپاره وساتل شي. د وزیر اعظم نوري المالیکي په حکومت کې اووه وزیران او د پارلېمان ۴۰ غړي د الصدر له غورځنګ پورې تړلي دي.