نړیوال اقتصادي بحران د سرزرو بیې جګې کړې

د سرو زرو اخیستل په اوسني اقتصادي بحران کې ګټه ور کاروبار

په نړی کې د اقتصادی بحران له کبله د سرو زرو بيې په بې ساري توګه جګې ختلې دي.

په بيو کې جګوالي د پخوا په څير ډير زيات دی چې د سروزرو د يو اونس بييه ۱۸۰۰ ډالرو ته جګه ختلې ده او سرمایه کاران په مودجوده اقتصادي بحران کې دا يو محفوظه لاره ګڼي.

په نيویارک مارکيټ کې د چارشنبي په ورځ د سرو زرو د يو اونس بيا ۱۸۰۱ ډالرو ته جګه شوه چې ددي نه وړانډی بيا ۱۷۸۴ ډالره وه.

د سروزرو بييو کې له تير څلور ورځو راهیسې په سلو کې ۸ فيصده جګوالي ريکارډ شوی دی او د دې وجه په نړيوال مارکيټ کې د امريکا د پورونو اعتبار درجه بندی کې ټيټوالي او يورپ کې د قرضو اخیستو بحران دی.

د امريکا ډو جونز په حصص کې ۴.۶ کمي سره د فرانس جرمني سپن اټلی او د سوئس سټاک مارکيټونو یا دونډې بازار کې هم کمی راغلی دی.

رپوټونه وايي چې ځینې کمی د هغه ګنګوسو له کبله هم مخ ته راغلی دی چې فرانس د بينکونو سره د مسلي له امله د پورونو اخیستو د جګ اعتبار درجه بندی له لاسه ورکوي خو د درجه بندی ايجنسیو لا تراوسه د فرانس درجه بندی نه ده راټيټه کړې.