د ليبيا پخواني مشر معمر قدافی هغه ګنګوسي رد کړې دي چې دوی نيجر هیواد ته تښتېدلیدی.
د شام يو ټيلي ويژن اري قربا سره په ټيلي فوني خبرو کې هغه وویل چې نيجر ته د تښتېدو رپورټونه نفسياتي جنګ دی او دا دروغ دی .هغه وویل ،”د لیبییا ټول جنګيالي ولس ته وایم چې د ليبیيا خاروه د دوی او دوی د نيکونو ده. هغه څوک چې دا ستاسو خاروه له تاسو اخلي هغوی خارجيان دي، د کرایې پوځيان دي او د یوې مخصوصه مودې لپاره په دې هيواد کې پاته کيدل غواړي او هڅې کوي چې له تاسو د نيکونو زمکه ونيسي خو دا ممکنه نه ده
بلخوا نيجر چارواکي وايي چې د قذافی له راتګ وروستو به فيصله وکړي چې ايا هغوی ته پناه ورکړي او که نه.
د امريکا ددفاع وزارت وايي چې دوی ته لا تراوسه نه ده معلومه چې قذافی په ليبيا کې دی او که تښتېدلی دی .
په عین حال کې د لیبیا قامي عبوري شورا ګاونډي هیواد نیجیر ته استازي لېږلي دي چې د معمر قذافي او د هغه د ملګرو مخه ونیسي چې له انصاف څخه ونه تښتي.
رپوټونه وايي چې د لیبیا لنډمهاله واکمنو د معمر قذافي وروستي مضبوط مرکز بن ولید ته نور ځواکونه ورلېږلي دي