سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر باراک اوباما به نن د فسلطیني ادارې له مشر محمود عباس سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو دیپلوماتیکي هڅي روانې دي چې د فسلطینیانو ددې پلان پر سر چې غواړي د یوه خپلواکه هیواد په توګه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې غړیتوب ترلاسه کړي ،دنړیوالې ناندرۍ مخه ونیسي.
د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي هیواد به په ملګرو ملتونو کې د فسلطینیانو له دې هڅې څخه چې متحده ایالات او اسراییل يې سخت مخالفت کوي ،خامخا ملاتړ وکړي.
امریکا او لویدیځ ملګري يې وايي د یوه خپلواکه فلسطیني دولت جوړیدل یوازې له اسرایلو سره د خبرو اترو له لارې ممکن دي.
خو فسطیني ادارې وايي له اسرایلو سره خبرې په ټپه دریدلي او دوي غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب له لارې د یوه خپلواکه دولت د جوړیدو پلان مخ ته یوسي.