په پاکستان کې د بشري حقوقو کمېسون په بلوچستان صوبه کې د هدفي وژنو ، د تاوان لپاره د تښتونو او د ورک شوو کسانو د خراب شوو مړو د لاس ته راتلو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومت د مذهبي سخت دریځۍ د پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د مشال ریډیو خبریال خدای نور ناصر په صوبه کې د بشري حقوقو د کمېسون د مشر ملک ظهور شاهواني اډوکېټ له خولې وايي چې د سیاسي کارکوونکو او طالب علمانو د تښتولو او بیا د هغوی د خراب شوو مړو د موندل کېدو لړۍ دوام لري.
د بشري حقوقو د کمېشن له رپوټ سره سم په بلوچستان کې د تېر یوه کال په موده کې دوه سوه داسې خراب شوي مړي موندل شوي دي چې له تښتولو وروسته وژل شوي وو.