الجزیره سپورټي چینل پرانستلی

عربي ټي وي نیټ ورک الجزیره وایی چې د منځني ختیځ لپاره په لومړۍ ۲۴ ساعته سپورټي خبري چینل پیل کړ.

د الجزیره شبکه وايي نوی چینل به په عربي ژبه کې سپورټي او څېړنیز رپوټونه خپروي. د دې تر څنګ به په انګریزي او فرانسوي ژبه کی هم تبصرې خپروي.