د ترکي ښار استنبول کې نړیوال کانفرنس پيل شو چې موخه یی په افغانستان کې په ۲۰۱۴ م کال کې د بهرنيو ځواکونو د پلان شوي تګ وروسته د هیواد د امنیت لپاره تګ لاره ټاکل دي.
کانفرس ته خپله وينا کې افغان ولسمشر حامد کرزی وويل چې د هيوادونو ټولنو او په ځانګړی توګه د پاکستان مرستو ته اړيتا لري.
” د امن بهير تر هغي نشي بريالي کيدای چې تر څو په پاکستان کې مېشت د طالبانو لوړ پوري مشران په دې کې برخه وانخلي. زموږ هيله ده چې زمونږ ورور هيواد پاکستان به طالبان د امن خبرو اترو لپاره راضي کړي. “
افغان ولسمشر به د نوی سيمه ايزي همکاری په اړه مسوده هم کانفرس ته وړاندې کوي.
د افغانستان په اړه کانفرس کې د ۲۰ هيوادونو استازي چې پکې امریکا پاکستان، ایران، هند ، د منځني ختیځ هیوادونه ، ملګري ملتونه او ناټو شا ملي دي برخه اخلي.
د ترکي ولسمشر عبدالله ګل په خپله پرانستونکې وينا کې وویل افغانستان کې امنيت پرځاي کول او رښتني پيوستون ضروری دي