د کوټې ښار ورځنۍ ژوند په تصویرونو کې

د کوټې ټانګې نژدې سیمو ته سواریان وړي

د خره رېړۍ کې اوړه بار دي.

یو موڅي د سړک غاړې ته ناست

په خلاسه سوزوکۍ کې کباړي شیان بار ديږ

پر سړک موټر سایکل چلول خطره لري نو ځکه خو مو پیاده لارې ته مخ کړېده.

د کوټې ښار په څنډو کې یو تن په سوزوکي ګاډي کې قلفیانې خرڅوي.

لا هم له ښوونځي لرې یم.د کوټې ښار په ډېر کوڅو کې داسې واړه واړه ماشومان په انبارونو ګرځي او ترې هډوکي اوسپنې او کاغذونه ټولوي چې د خپلې کورنۍ لپاره ګوله ډوډۍ وموندي

که پهلوانې زدکوې نو کوټې ته راشه. اوس هم هلته د کوټې په پارکونو کې ځوانو غیږې باسې 

ماشومان د کوټې په یوه کلي کې د خپلو کورونو مخې ته لوبه کوي

له دغه بس سره نژدې مه تېرېږه پر سر یې اور اخیستی دی،وینې نه د تېلو او پټرولو ډک ګېلنونه یې پر چت بار دی

د وږیو خوړل هم لوږه ختموي .د کوټې یو پلستکی هلک وږي خرڅوي

د تناره او داښت تکې سرې تودې ډوډۍ چې له خړ چای سره په ژړ ماځيګري وڅښې دا خوند.......

داغنداو انارو پسې کندهار ته مه ځه،په کوټه ښار کې درته ملاوېدای شي

د کوټې سرې کړې چرګې او د ښار سوړ ماښام 

پېښوري چپلي کباب که نوم لري نو کوټې ته راشه چې له هم هغه ذایقې سره یې وخورې