شیري رحمان په امریکا کې د پاکستان نوې سفیره

شیري رحمان د پاکستان لخوا په امریکا کې نوې سفیره وګمارل شوه

د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني نن د اطلاعاتو او نشریاتو پخوانۍ وزیره شیري رحمان په امریکا کې د پاکستان نوې سفیره وټاکله. د وزیر اعظم دفتر د دې خبر اعلان کړی خو نور معلومات یې ور نه کړل.

شیري رحمان به د پخواني سفیر حسین حقاني پر ځای کار کوي چې د نهی په ورځ یی له خپلی دندی استعفی ورکړه.

به نوموړي تور و چی امریکا ته د یو خط له لارې د پاکستان پوځ د کنټرولولو خواست کړی و.

حسین حقاني د خط لیکلو یا استولو په لړ کی د رول لرلو نه انکار کړی. بل لوری د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا کیسه دروغ بللی.

دا لانجه هله راپورته شوه چې سږ په ۲۰۱۱م کال د اکتوبر پر لسمه نيټه د برتانيیا په یوه مشهوره ورځپاڼه کې په خټه پاکستاني امريکايي لیکوال منصور اعجاز یوه لیکنه خپره شوه.


په خپله دې لیکنه کې منصور اعجاز دعوا کړېوه چې په واشنګټن کې د پاکستان سفير حسین حقاني د امريکا د ګډو ځواکونو د هغه وخت د عمومي مشر امير البحر مایک مولن په نوم د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري یولیک ورته سپارلی،چې پکې له نوموړي څخه د سمدستي مرستې غوښتنه شوې.

د لیکوال په خبره زرداري مایک مولن ته لیکلي، داسې نخښې نښانې شته چې د پوځ سر لښکر جنرال اشفاق پرويز کیاني غواړي دده حکومت د یوې پوځي کودتاه له لارې وپرځوي.

زرداري په دې مشکوک لیک کې له مایک مولن نه مرسته غوښتې چې د کیاني ددې ګام په مخنیوي کې چابک اقدامات وکړي.