زرداري په دوبۍ کې علاج کوي ،مستعفي شوی نه دی.بابر

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري

د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري له دفتره خپاره شوي یوه بیان کې هغه ګنګوسې رد کړل شوې چې نوموړي استعفا ورکړې وبلکې د بیانیې په خبره ولسمشر د خپلې عادي طبي معاینې لپاره دوبۍ ته تللی دی.

د ولسمشر زرداري ویاند فرحت الله بابر وايي چې د هغه د استعفا خبرې دروغ ،خیالي او په ګنګوسو ولاړې دي.

دیوايي چې د ولسمشر د خپل داکټر لخوا د هغه طبي معاینې ته ورغوښتل شوی چې دده په خبره د زړه ناروغي لري.

ولسمشر آصف علي زرداري په دا وروستو کې له هغې وروسته تر سخت فشار لاندې راغلی چې په امریکا کې د پاکستان سفیر د یوه مشکوکه لیک د استولو په سر له خپلې دندې ګوښه شو.په دغه لیک کې راغلي چې نوموړي له پېنټاګون یا د امریکاد دفاع وزارت څخه د پاکستاني پوځ د ممنکه کودتا د مخنیوي په لړ کې د مرستې غوښتنې کړېوه.