۲۰۱۱م کال په تصویرونو کې

د بېلاروس په وولژین ښارګوټي کې د یوې ارتوډوکس کلیسا بره د لږ تندر نیولې لمر پر مهال مرغۍ الوزي

د روان کال د جنورۍ په ۵ مه نېټه بلوه ضد پولیس د ترکیې په انقره کې د طالبعلمانو مظاهره چیانو  تیت وپرک کولو لپاره اوبه پرې پاشي

د جنورۍ ۱۱ مه د امریکايي مرستیال ولسمشر جو بایډن کابل ته د سفر پر مهال د افغان ملي پوځ سربازان د یوه روزنیز مرکز په ډګر کې ناست دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ناسا فضايي بېړۍ کمانډر مارک کېلي سره په غیږ روغبړ کوي چې د هغه مېرمن د امریکا پارلماني استازې ګبریلا ګیفرډز د اریزونا په ټسکن کې د یوه کس په ډزو کې سخته ژوبله شوه .په هغه پېښه کې شپږ  کسان وژل شوي وو

جنوري په ۱۸ مه نېټه په تونیس کې مظاهره چیان د بلوه ضد پولیس لخوا پر دوی د اوښلن ګېس مردکۍ بیرته هغوی ورغوزوي چې د دوی د تیت و پرک کولو لپاره یې ورباندې کارولې.د ددې مظاهرو له کبله له اوږدې مودې واکمن ولسمشر زین العابدین  بن علي واک نسکور شو.د دغه احت

په ۲۴ نېټه د مسکو په دومودېدو هوايي ډګر کې د ځانمرګي بمي برید وروسته یوه ښځه پر ټیلیفون د خبرو پر مهال ژاړي.په دغه برید کې ۳۱ کسان وژل شوي ول او تر ۱۳۰ ډېر ژوبل شوي وو.

چې کله د عرب پاڅون لړۍ وغځېده نو څپې یې نورو هیوادونو ته هم ورسېدې. د جنوري ۲۶ مه نېټه د یمن په صنعا کې د حکومت ضد مظاهرې پر مهال د مخالیفینو ملاتړي د ګلاب ګلان خوځوي.دهمدې مظاهرو او لاریونو له کبله له اوږدې مودې راهیسې ولسمشر علي عبدالله صالح په تدریجي ت

د بوسنیا مفتي اعظم مصطفا چیریچ د پولینډ جنوب په برکیناو کې د نازیانو پخواني مرګوني کېمپ ته ولاړ.دغه وتليو مسلمانانو د هالوکاست نه منونکو پر وړاندې له یهودانو او عیسویانو سره د فبرورۍ په لومړۍ نېټه له هغې وروسته د پیوستون ښودنه وکړه  


د فبرورۍ ۴ مه نېټه: د قاهرې په آزادي څلوره لاره کې مظاهره چیان  په وینو لړلې مصرۍ جنډۍ رپوي .

د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه په تحریر څلور لاره کې مظاهره چیان د مصري ولسمشر حسني مبارک لخوا د استعفا ورکولو وروسته خوشحالیانې کوي.د یوې اندازې له مخې ۲ میلیون کسانو د حسني مبارک لرې کولو چې نزدې درې لسیزې په واک کې وو په مظاهرو کې برخه واخیسته

له عربي پاڅونه اغیز اخیستونکو ایرانیانو هم په خپل هیواد کې مظاهرې وکړې چې د فبرورۍ په ۱۴ مه نېټه له بلوه ضد پولیس سره په نښتو کېوتل او پر هغوی کاڼي غورځوي

د مارچ په ۱۱ مه نېټه د جاپان په شمال ختیځ ناتوري کې سوځېدلي کورونه له هغې وروسته سمندر ته وبهېدل چې د یوې زورورې څونامي راپورته کېدو  ساحلي سیمه په یوه سخته زلزله کې ولړزولې


د آپرېل په ۲۹ مه نېټه د برتانیا شهزاده ویلیم له خپلې میرمنې کېترین چې د کېمبریج شهزادګۍ ده د لندن په وېستمینسټر کلیسا کې د واده کولو وروسته بکینګم ماڼۍ ته په لاره دي


د مې لومړۍ نېټه: د امریکا ولسمشر بارک اوباما ،د هغه مرستیال جو بایډن ،د بهرنو چاروو وزیره هیلري کلنټن او د اوباما د ملي امنیتي ډلې غړي د سپینې ماڼۍ  په څارخونه کې د اسامه بن لادن پر وړاندې د عملیاتو تازه حال اخلي

د مې ۲ مه نېټه: د نیویارک ښار په ټایمز څلورلاره کې خلک د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا په ترسره شوی یرغل  کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په وژلو خپل عکس العمل ښيي

د مې ۱۱ مه نېټه : د چیچنیا ولسمشر رمضان قادروف د فټبال له افسانوي اتل ډیېګو مرادونا سره ټوکې ټکالې کوي چې د چیچنیا په ګروزني کې د حمد حاجي قادروف په نامه د نوي لوبغالي په پرانیستنه کې یې یوه دوستانه لوبه ترسره کړه

د پیسو نړیوال صندوق IMF  مشر ډومینیک سټراس کان د امریکا د نیویارک په مېنهېټن کې د مې پر ۱۶ نېټه له هغې وروسته عدالت ته وړاندې کړل شو چې د یوه هوټل یوې خدمتګارې ورباندې د جنیي تېري تور ولګاوه

په بلغراد کې مظاهره چیان له هغې وروسته د جنګي جنایتونو تورن راتکو ملادیچ په ملاتړ په لاریون راوتي چې کله د مې په ۲۶ نېټه د سربییا په یو کلي لازاریوف کې د ۱۶ کلونو د فراره کېدو وروسته د هغه د نیولو خبر خپور شو

د جولايي ۲۱ مه نېټه: د ناسا فضايي بېړۍ اټلانټیس د فلوریډا په کېنېډي فضايي مرکز کې کښته کېږي چې له همدې سره د ناسا ۳۰ کلن د فضايي بېړۍ پروګرام ماموریت پای ته ورسېد.

د جولايي ۲۲ نېټه:بېړندویه مرستندویه کارکونکي  د ناروې په اوتویا ټاپو کې د ځوانانو بدرګه کوي چې د  یو وسله وال تن اندرېس بېرینګ بریویک لخوا په ډزو کې ۶۹ کسان ووژل شو.بریویک په پلازمېنه اوسلو کې د یوې حکومتي ودانۍ مخې ته چاودنه هم وکړه چې اته کسان

د اګست په اتمه نېټه په لندن کې د پولیس لخوا د یوه ځوان کس د وژلو وروسته بلوه ګرو د لندن د جامو په یوه مشهور دوکان یرغل وکړ او دبرتانیا د لندن په ګډون په نورو ښارونو کې یې هم لویې لویې پلازې ولوټلې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په ۲۴ اګست د وړوکي اختر په یو شل کلن ځانمرګی برید کوونکی چې تر برید مخکې نیول شوی وو هغه په خپلو کړنو معافوي.

د روس په یاروسلاول سیمه کې د یوې دړې وړې الوتکې پرزې پرتې دی چې د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه په وولګا سین کې راغورزېدلې وه.په دغه پېښه کې د لوکوموټیو یاروسلاول د کنګل هاکي ډلې د ټولو لوبغاړو په ګډون ۴۴ تنه وژل شوي وو

د سپټمبر په ۱۱ مه نېټه په امریکا کې د ترهګرو بریدونو د ورځې په مناسب داسمان څکي  سوداګرۍ نړیوال مرکز د جوړه برجونو په یاد کې د رڼاګانو پیرزوینې وړاندې شوې.

د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه په کابل کې د افغانستان پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا ریس استاد برهان الدین رباني تابوت د جنازې مراسمو ته وړل کېږي چې د هغه په کور کې د طالبانو د یوه ا  ځانمرګي چې خپل ځان یې استازۍ ښودلی په برید کې ووژل شو

د یوکراین پخوانۍ لومړۍ وزیره یولییا تیموشېنکو له خپلې لور سره یو ځای د کیف په یوه عدالت کې د اکتوبر په ۱۱ مه نېټه خپله مقدمه اوري.تیموشېنکو د خپلې څوکۍ نه په ناوړه ګټه اخیستو د اوه کاله په بند سزا شوه.

په موباییل اخیستل شوې ویډیويي فلم کې د لیبیا  مشر معمرقذافي په زخمي حالت کې ښودل کېږي .دی هغه مهال ونیول شو چې کله یاغیانو د معمر قذافي وروستۍ ټينګ سنګر او د هغه پلرنی ټاټوبی سیرت تر خپلې ولکې لاندې راوست.دی د نیولو لږ وروسته ووژل شو.

د  ترکیې په جنوب ختیځ کې د ورانونکې زلزلې وروسته ژغورندویان د ړنګېدلو ودانیو په کنډکپرو کې نښتي کسان راباسي.دوی یو ۱۴ کلن هلک د زلزلې څخه ۵۶ ګنټې وروسته د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه  له کنډکپرو راباسي.

د نومبر په ۱۳ مه نېټه د سوري ولسمشر بشارالاسد  د رژیم په ضد په هومز ښار کې مظاهره چیان په لاریون راوتي.د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې د سږ کال په پاڅون کې نژدې ۵ زره کسان وزل شوي دي.

د نومبر په ۲۹ مه نېټه د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې ماشومان د ناټو د هوايي بمبار په ضد راوتلي دي چې د مهمندو په سلللا کې یې پر یوه پوسته په برید کې ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل

د ډسمبر په ۶ مه نېټه د عاشورې په مراسمو کې د څانمرګي بمي وروسته افغانان د سرپنا لوري ته په منډو دي.په دغه برید کې نزدې ۲۰ کسان ووژل شول.

د ډسمبر ۷ مه نېټه : د پاکستان په سیند کې د زیاتېدونکو سیلابي اوبو څخه د خوندي کېدو لپاره غڼيو په ونو کې خپلې ځالې جوړې کړې دي.

د ډسمبر په ۱۰ نېټه د روس په مسکو کې د کریملن د تګلارو او په ټاکنو کې د ادعا شویو  درغلیو خلاف په لسګونه زره خلکو د ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف او د لومړي وزیر ولادیمیر پوټین د واکمنۍ خلاف لاریون وکړ چې دا د هغوی ضد لومړی د ترټولو ستر لاریون بلل کېږي