له طالبانو سره خبرې پرېکنده پړاو ته رسېدلې

د ننګرهار په غرونو کې وسله وال طالبانږ۱۴ م اکتوبر ۲۰۱۱م کال

د رايټرز خبري اژانس په يو رپورټ کې راغلي دي امريکايې چارواکې په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو په پروسه کې يو پرېکنده پړاو ته رسېدلي دي او ډير زر به دوی په دې لړ کې څه ممکنه نتيجې ته ورسيږي چې ايا په افغانستان کې به د سولې د خبرو د لارې جنګ ختم شي که څنګه ؟

امريکايې چارواکو رايټر خبري اژانس ته ویلي دا خبرې د تېرو لسو مياشتو راهسې راواني دي.

همداراز له طالبانو سره د سولې د خبرو د پروسې د تيزولو په غرض امريکايې چارواکي په دې غور کوي چې په ګونتانامو زندان کې قېد يو شمېر طالبان د افغانستان چارواکو ته وسپاري.

همداراز د طالبانو استازو ته ويل شوي چې دوی دې هم د دواړخيزه باور پر ځای کولو لپاره څه ګامونه پورته کړې ، کيدای شي چې طالبانو ته ویل شوي وي چې دوی دې په نړيواله توګه تره ګري رد کړي او غندنه يې وکړي او دارنګ دا خبره دې په ډاګه کړي چې دوی د سولې په خبرو کې برخه اخیستل غواړي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي ستونزه دا ده چې نړيوال ځواکونه به تر دوه زره څوارلسم کال پورې له افغانستانه ووځي نو دارنګ د خبرو پروسې ته د طالبانو هڅولو موقعې به کمې شي.

د نوم نه ښودلو په شرط يو امريکايې چارواکې وايې په افغانستان کې طالبانو سره د سولې خبرې کول کېدای شي د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د تګلارې لويه برخه وي.

د رايټرز خبري اژانس په مقاله کې راغلي دي امريکايې چارواکې وايې په تيرو وختونو کې په دوحه او جرمني کې د دوی د کوټې شورا د طالبانو د مشر ملا عمر د استازو سره څو واري ملاقاتونه شوي دي.

په مقاله کې راغلي دي که طالبانو سره دا خبرې ناکامه کېږي نو د دوه زره څوارلسم کال وروسته چې کله امنيتي ذمه واري افغان امنيتي سرتېرو ته وسپارل شي نو کېدای شي چې کورنۍ جګړې رامنځ ته شي.

همداراز که دا خبرې له کامېابۍ سره مخامخيږي نو دې سره به په افغانستان کې جنګ ته په سياسي توګه د پای ټکی کېښودل شي.

په مقاله کې راغلي دي يو امريکايې چارواکې وايې هغوي ته دا خبره مالومه ده چې وړاندې له طالبانو سره د خبرو هڅې ناکامه شوي دي ، دارنګ د طالبانو ډلو ترمنځه هم درزونه دي همداراز پاکستان هم په دې خبره ټينګار کوي چې دوی به د افغانستان په راتلونکي کې غالب رول لوبوي.

په مقاله کې راغلي دي ولسمشر اوباما چې په کومه طریقه د اورپکو ډلو سره چلن کوي د دې له وجې به په نوموړي د ريپبلکن او نورو امريکايې چارواکو لخوا نيوکې کيږي ، خو امريکايې چارواکې وايې د تېرو جګړو په څېر به په افغانستان کې هم د جنګ متبادل حل مذاکرات وي.