دپاک افغان امن له یو بل سره تړلی دی.باسط

د افغانستان او پاکستان ولسمشران حامد کرزی او آصف علي زرداري

د افغانستان او پاکستان ولسمشران حامد کرزی او آصف علي زرداري

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر ویاند عبدال باسط وايي چې ناټو ته د سپلايي اجازت به پارليمان ورکوي، او د امريکا لخوا په سللاله چيک پوسټ د شوي برید تحقيقات روان دي.او دده په خبره د پارلمان قامي سلامتیا کمېټه ددغه پېښې جاج اخلي او بیا به خپل رپوټ وړاندې کوي.

دی زیاتوي چې کله امريکا خپل تحقيقاتي رپورټ له پاکستان سره شريک کړي نو بیا به خپل دريځ رسنیو ته په ډاګه کړي.

عبدال باسط وويل هڅه کوي چې له افغانستان سره خپل تعلقات نور هم ښه کړي.د افغانستان له امن سره د پاکستان امن تړلی دی. او غواړي چې په افغانستان کې له امن راتلو سره په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.