د پښتو فلمونو نوموړی مزاحيه اداكار لياقت ميجر چې خپل مينه وال يې د سن تيس كلينډر په نوم هم پيژنې نن سبا د شهدو كاروبار كوى او په خپله سوزوکۍ کې د بنجاري غوندي کلي په کلي ګبین خرڅوي.
هغه اوس په فلمونو کې کار نه کوي او یوازې خپل کاروبار او تبلیغ کوي.
د هغۀ فلمي نړۍ ته د خپل تګ په زړه پورې کیسه کې وايي” د پلار په ارمان د پوځ نوكرۍ كې د افسرۍ ټسټ لپاره كوهاټ ته تلم چې په لاره كې ورته په فلم كې د يو وړوكې كردار بلنه وشوه. په پوځ كې نوكر نۀ شو خو فلمى دنيا كى ميجر شوم چې تر څلويښتو کلونو پورې مې دغه ميجري وکړه او د ریټایر کېدو اختیار مې په خپل لاس کې واخیست او په خپله خوښه ترې ووتم. ، “
دا اوونۍ زموږ خبريال خالد خان د لياقت ميجر سره مركه كړې ده. راځۍ چې واورو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.