په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې له پینځو کلونو کم عمر ماشومانو ته د ګوزڼ یا پوليو څاڅکو ورکولو څلور ورځنی کمپين له ننه پیل شو.
په سیمه کې د مشال راډیو خبريال وايي چې په دغه سیمه کې به تقريبا يولک شپيتو زرو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول کيږی.
ددغه کمپين په اړه د شمالي وزير ستان د روغتیايي څانګې مشر ډاکتر رحیم نواز مشال راډیو ته وويل.
په شمالي وزیرستان کې د صحت د محکمي چارواکي وايي چې تير کال د ګوزڼ ۱۳ ناروغان په ګوته شوي وو.
په لرې پرتو قبایلي سیمو کې ځینې مذهبي تندلاري د ګوزڼ څاڅکي ورکولو سره مخالفت لري چې د طبي چارواکو په خبره په پاکستان او افغانستان کې لا هم د ګوزڼ ناروغي له بیخه نه ده وتلې.
ګوزڼ یوه داسې ناروغي ده چې که یو چا ته ولګېږي نو وایرس یې لومړۍ د انساني بدن د ملاتیر اغېزمنوي چې بیا وروسته پښې او لاسونه وچن یا شل شي.ددغه ناروغۍ علاج د عمر په لومړیو پینځو کلونو کې تش د دوو څاڅکو په ورکولو سره ورکېدای شي.