نړیوالې رسنۍ (د فبرورۍ درېیمه)

ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو
فنانشل ټایمز د پاکستان په سیاسي صورتحال یو راپور خپور کړی دی. راپور لیکي چې د پاکستان عدلیې د وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني پر ضد د توهین عدالت د مقدمې په مخکې بیولو ټینګار کړی دی. د ولسمشر اصف علي زرداري د حکومت او عدلیې تر منځ د واک له ځان سره د ساتلو منډه تېزه شوې ده چې له کبله د پاکستان په سیاسي منظرنامه د بې یقینۍ ژیړ څادر خپور شوی دی.

په راپور کې لیکل شوي تر لسګونه کالونه د پاکستان پوځ واکمن پاتې شوی. خو اوس دا هرڅه په یو داسې جمهوریت بدل شوي چې استقلال نه لري ه چې د ولسي مشرانو، پوځ او ججانو تر منځ اختلاف له ټولو نه مهمې ستونځې لکه د بجلۍ او اوبو د سرچینو نشتوالې یو خوا ته کړي دي.

په دې وروستیو کې سپریم کورټ د وزیراعظم یوسف رضا ګیلانې پر ضد د فرد جرم عایدولو پرېکړه کړې چې ولې يې په تېرو دوو کالونو کې د ولسمشر زرداري د مالي پانګو په معامله کې سویس چارواکو ته د خط له استولو انکار کړی؟

فنانشل ټایمز لیکي، دا خبره لا پوره ښکاره نه ده چې آیا عدلیه به په دې مقدمه کې وزیراعظم ګیلاني له واکه اوغورځوي او پاکستان به د یو لوی آيیني بحران سره مخ کړي او که نه؛ خو په تېرو څو کالونو کې ججانو د یوه فعال یا ایکټي ویسټ کردار لوبولی دی او هغوي باید په حکومت د خپل واک د منلو خواهش په پاکستان کې د یو نوي سیاسي اړي ګړي د رامینځ ته کیدو د خطر سره پرتله کړي.

هلته فارن پالیسي مجلې په خپله یوه مقاله کې د افغانستان نه د وخت نه مخکې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په معامله بحث کړې او دا پوښتنه يي را اوچته کړې چې په یاد هیواد کې د ځواکونو کمول ولې د ولسمشر اوباما لپاره یو ګټه ور سیاست دی؟

مجله لیکي ولسمشر اوبامه په انتخاباتو کې د بیا غوره کېدو لپاره دغه پلیټ فارم کاروي چې د عراق نه يي ځواکونه را ایستل، په افغانستان کې جنګ رانغاړي، او د اسامه بن لادن له وژنې سره یو داسې ولسمشر دی چې د ترهه ګرۍ پر ضد نړیوال جنګ ته د پای ټکې ږدي.

مجله وړاندې لیکي، دا څه د حیرانتیا خبره نه ده چې د اوبامه ریپلیکن مخالفین د هغه په دې پریکړه ټکونه کوي. میټ رومني تیره شپه په ولسمشر اوباما په سختو ټکو کې تنقید وکړو او زیاته يي کړه چې دا د ولسمشر اوباما ناپوهي ده چې دښمن د امریکې د ارادو په اړه اشارې ورکړي.

په ښکاره خو دا د یو صدارتي کاندید لپاره ډیره غیرمعمولي ښکاري چې هغه به خپلو مخالفینو ته په ځان د تنقید موقعه ورکړي خو شاېد اوبامه په دې خبره د خپلو مخالفینو نه ښه پوهیږي چې ددې خبرو به څه سیاسي ګټه نه وي ځکه چې ووټ ورکونکي په افغانستان کې د جنګ سخت مخالفت کوي.