د امريکا د ولسمشر اوباما ادارې دا خبره رد کړې، چې امريکا پاکستان تقسیمول غواړي.
په بلوچستان کې د بيليدو لپاره له اوو کلونو راهيسې وسله واله مبارزه روانه ده او اوس د امريکا په کانګرس کې د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر وړانديز کړی دی، چې بلوچستان دې خپلواک هېواد شي.
د پاکستان د لویې صوبې د بيليدو پارونکې خبرې چې يوه امريکايي سېنېټر کړې دي، په پاکستان کې غوغا جوړه کړې ده.
د دې مسلې له ياديدو سره هغه ديپلوماتيکي هڅې چې د واشنګتن او اسلام اباد تر منځ د ښو اړيکو لپاره روانې دي، پيچلې شوې دي.
تيره جمعه د ریپبلیکن ګوند سېنېټر ډانا رورابکر وويل، چې د بلوچستان خلک حق لري چې د ملي حاکميت څښتنان وي او ځان ته خپلواک هېواد ولري.
د ګڼو امريکايي رسنیو په وينا کانګرس ته د رورابکر د وړاندې شوي قرارداد د برياليتوب چانس لږ دي.
په پاکستان کې هم يو شمير سياستوال ورته نظر لري. په اسلام اباد کې د سياسي چارو څيړونکي ډاکټر همايون خان وايي:
« ګومان نه کوم چې کانګرس به دا ومني چې د بلوچستان مساله دې رااوچته شي او که چيرته داسې وشو بيا به د پاکستان لپاره ګرانه شي او دا خو د پاکستان په کورنۍ مسالې کې لاسوهنه ده »
د دې سربيره چې په امريکا او پاکستان کې کانګرس ته د رورابکر د قرارداد د برياليتوب چانس لږ تر سترګو کيږي، بيا هم پاکستاني ديپلوماتانو او رسنيو سخت عکس العمل څرګند کړي دي.
د پاکستان ولسمشر وويل چې دا يو بريد دی چې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا شوی ، په واشنګتن کې د اسلام اباد نوې سفيرې شيري رحمان بيا خبرداری ورکړ چې له دې سره به د پاکستان او امريکا پر اړيکو خورا ناوړه اغيز پريوزي.
پاکستاني رسنيو بيا سېنېټر رورابکر تورن کړ چې غواړي په دې ډول پاکستان د بالکان هيوادونو په څير وويشي.
د امريکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې دا تورونه رد کړې دي.
د پاکستان انديښنې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ايشا پسفيک خپرونې په وينا تر ډيره په بلوچستان کې د شخړو له امله دي، چې له څو کلونو راهيسې د خپلواکۍ لپاره روانې دي.
هلته پوځيانو له بشري حقونو پراخې سرغړونې کړې دي. البته په پاکستان کې د امريکا ضد احساسات هم غښتلي دي.
د بارک اوباما ادارې د سېنېټر رورابکر له وړانديز سره موافق نظر نه دی ورکړي.
په اسلام اباد کې د امريکا سفارت په يوه بيان کې وويل چې امريکا د پاکستان ارضي تماميت ته احترام کوي او دا د امريکا د حکومت تګلاره نه ده چې د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي.
رورابکر چې په کانګرس کې د بهرنيو اړيکو د کميټو مشري کوي په وروستيو کې په کانګرس کې د پاکستان پرضد تيري کوونکي دريځ خپل کړي دي.
هغه د سې شنبې په ورځ وويل چې پاکستان په دوامداره ډول د امريکا دوه مخې دښمني خپله کړې ده.
پروسږکال په مې مياشت کې په ايبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه به لادن د وژل کېدو وروسته ، رورابکر وړانديز وکړ، چې امريکا دې په پاکستان خپلې ټولې مرستې بندې کړي.