افغانان له کارونو وېستل نوره جګړه ډېرول

سرچېنه: نړیوالې رسنۍ

ژباړه: شاهین بونیری

لیکوال میکس بوټ په لاس اینجلس ټایمز کې د افغانستان په اړه د اوبامه انتظامیی د پالیسۍ په اړه یوه مقاله کې لیکي چې امریکه په افغانستان کې تر کال ۲۰۱۴ م پوری د افغان امنیتي ځواکونو شمیره ۲۳۰۰۰۰ ته دراکمولو لپاره په یو پلان بحث کوي. په دغه اړه د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک خبرداری ورکړی چې کېدای شی ددې نتیجه یوه لویه تباهي وي.

لیکوال لیکي فکر وکړۍ چې که چرې دغه ۱۲۰۰۰۰ امنیتي ځواکونه له کاره وویستل شي نو دوی به معاش نه لري او په افغانستان کې د نورو کومو قانوني روزګارونو ترلاسه کولو موقعی هم لږی دی، نو په دوی کې به ډیرو سره د یاغیانو سره د یو ځايي کېدو نه علاوه بله کومه لار نه وي.

میکس بوټ وړاندې لیکي بې شکه چې ولسمشر اوباما فکر کوي چې هغه جنګ ته د پای ټکی ږدي. خو په حقیقت کې هغه یو بل لوی جنګ ته لار هواروي، چې نه یواځې د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره خطرناکې نتیجې راوړي بلکې د امریکا د امنیت لپاره به هم ښه نه وي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې ایران د تانبې او سرې په بدل کې له پاکستانه د یو ملین ټن غنمو د درآمد کولو خواست کړی دی . د امریکا او یورپ له خوا د بندیزونو له کبله ایران د غذايي موادو د کمي ښکار دی .

د پاکستان د اوبو او توانايي وفاقي وزیر سید نوید قمر ویلي ایران به له پاکستانه ۲۰۰۰۰۰ټنه وریژې هم درآمدوي. خو نوموړي دا ونه ویل چې په دغه کار به کله لاس پوری کېږي؟