چارواکي:بدخشان کې ۱۴۵ کسان واورو کې ورک دي

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې په دې وروستیو کې د برف کوچونو( دواورینوغونډارو) دخوئیدوله امله لږترلږه یو سل او پنځه څلوېښت کسان ورک شوي دي چې د هغوی په خبره ښايي ټول به مړه شوي وي.

افغان چارواکو وړاندې ویلي وو چې یوازې د بدخشان په شیکي نومي کلي کې د برف کوچ له امله شپږ پنځوس تنه وژل شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په بدخشان کې د برف کوچونو د راتګ او د انساني زیان د خبر له خپریدو سره وویل چې د بدخشان مرکز فېض اباد ته یې د دوایانو او نورو مرستو د رسولو تکل کړی دی .