خېبر پښتونخوا کې وران کارو دوه سکولونه والوزول

په لکي مروت او شبقدر کې وران کارو دوه سکولونه په چاودیدونکو موادو الوزولي دي.

ناڅرګندو کسانو،تېره شپه ناوخته د شبقدر په سمنات سیمه کې د هلکانو یو مډل سکول په بارودو والوزولو، ځايي خلک او حکومتي چارواکي وايي په دې پېښه کې نیمايي سکول زیان من شوی خو چاته پکې د سر زیان نه دی او ښتی.


بله پېښه نن ( اتوار ) سهار وختي په پنځو بجو د لکي مروت په لونګ خیلو کې رامنځ ته شوه. چارواکي وايي په سکول کې د چاودنې له امله د ودانۍ درې خونې ړنګې شوي دي.

ددواړو سکولونو د تبا کولو پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو ډېرۍ انګیرنې داسې دي چې دا ډول بریدونه د پاکستان د طالبانو د غورځنګ له خوا ترسره کیږي. طالبان پخپله هم کله نه کله دداډول بریدونو پړه مني.