د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې مشکوکه بې پیلوټه امریکايي الوتکو برید کړی دی چې په کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، د مارچ په ۳۰مه سهار، بې پیلوټه الوتکو په میرامشا بازار کې پر یوه کمپاونډ حمله وکړه.
په دې برید کې د دوو کسانو د ژوبلېدو خبر هم دی.
رویټرز خبري اژانس د یوه طالب قوماندان په حواله وايي، په دې حملې کې وژل شوي څلور واړه کسان عرب دي او له یوه عربي هیواد سره تعلق لري.
خو اژانس د دې عربي هیواد نوم نه دی ورکړی.
شمالي وزیرستان د القاعدې او طالبانو لپاره د پټنځای په توګه پېژندل شوی دی.
امریکا په بیا بیا پاکستان ته ویلي، په شمالي وزیرستان کې دې د وسله والو پر ضد عملیات وکړي، خو پاکستان وايي، پر یو وخت په ډېرو ځایونو کې نشي جنګېدای.
د ۲۰۱۱ز کال د نومبر په ۲۶مه د قبایلي سیمې مومندو د سلالې پر پوستې ناټو الوتکو برید کړی وو چې په کې یې ۲۴ پاکستاني سرتېري وژلي ول. تر دې وروسته د پاکستان و امریکا اړیکي زښت خراب شول او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم تر څه وخته درېدلي ول او بیا چې پیل هم شول نو اوس ډېر کم کېږي.