د کرښې پرغاړه پروګرام کې د قباییلي سیمې خیبر نه د پوځي عملیاتو له کبله د بې کوره شوو خلکو په مسلو خبرې کوو.
دغه بې کوره شوي خلک چې زیاتره په جلوزو کیمپ کې میشت دي، د سختو مشکلاتو لکه د څکلو پاکې اوبه او د خوراک د کمي سره سره د صحت په اړه هم مسلې لري.
په دې پروګرام کې د افتونو د نظم صوبایي ادارې پي ډي ایم اې ویاند عدنان خان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار ویانده دنیا اسلم خان ، په جلوزو کیمپ کې د مشال خبریال غلام غوث او یو شمیر د خیبر بې کوره خلک میمانه دي.
کوربه د مشال همکار شاهین بونیری دې.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.