د ناټو لار موضوع، مسوده ټولو ګوندونو ته استول شوې


ریاض موسا خیل، مشال راډیو


اسلام اباد - د پاکستاني پارليمان لخوا جوړې کړل شوې قامي سلامتيا کميټۍ د خارجه پاليسۍ سفارشاتو مسوده تياره کړې ده او د حتمي غور لپاره یي ټولو سياسي ډلو ته لیږلي ده.

بل طرفته د پاکستان خارجه چارو وزيره حنا رباني کر وايي چې که په دې مسوده اتفاق اونشو نو حکومت کولی شي چې ناټو سپلایي لړ کښې د خپلې اندې فيصله وکړي.

په اسلام اباد کې حنا کر د میډیا سره په خبرو کې وویل، د قامي سلامتيا کميټۍ وړاندیزونه ټولو ګوندونه ته لیږل شوي دي، او حکومت هڅې کوي ، چې د ټولو سیاسي ګونودونو په مشوره په دې اړه فیصله وکړي، خو که چیرې په دې لړ کې اختلافات رامنځ ته شول، نو حکومت به یي پخپله فېصله کوي.

حنا کر زیاتوي، ( په افغانستان کې میشت د نړیوالو ځواکونو لپاره د نیټو د رسد لاره په انتظامي امر بنده کړل شوې وه، او دغه هم د پارلیمان فېصله وه، او بله د ډرون حملو خبره کیږي، نو د دوی حکومت په تیرو کالونو کې یوازینی داسې حکومت دی ، چې دغه مسله یی راپورته کړه، او د امریکا نه یي د ډرون بریدونو د ودرولو غوښتنه وکړه. حکومت دا اختیار لري، چې د نیټو ځواکونو لپاره د رسد لارې پخپله پرانزې، خو دا به د پارلېمان د فېصلو مطابق وي، او بیا دې څوک ووایي چې دوی د پارلېمان د قرارداد مطابق کار کوي او که پر ضد.)

د دغه کمیتۍ غونډه د سېنېټر رضا رباني په مشرۍ کې د نهې په ورځ وشوه، چې له دغې غونډې وروستو رضا رباني وویل، د جمیعت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان لخوه په غونډه کې په ګډون نه کولو دوی ته افسوس دی، او باید د سیاسي ګوندونو مشران په داسې خبرو کې برخه ولري.

او په دې لړ کې یی دغه وړاندیزونه چې د بهرنیو چارو کمیټۍ جوړ کړي دي، ټولو سیاسي ګوندونو ته یي د غور لپاره لیږلي دي. او په دغه وړاندیزونو په راپورته شوو اعتراضاتو به د زیارت په ورځ خبرې کوي.

د دفاعي چارو کاپوه حسن عسکری مشال رېډیو ته وایي، (دغه قرارداد په ساده اکثریت سره هم پاس کېدای شي.او بیا به حکومت په انتظامي امر فیصله کوي.)

د سیاسي چارو کاپوه ایمل خټک وایي، (سیاسي ګوندونه ځکه هم غواړي، چې په دې مسله بحثونه او اعتراضات وکړي، ځکه چې ووټونه راروان دي، او دوی غواړي، د حالاتو مطابق رایې خپله کړي.)

د تېرکال د نومبر په شپږویشتمه د نیټو ځواکونو لخوا په برید کې د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان څلریشت پوځیان ووژل شول، چې له دغې وروستو پاکستان د احتجاج په توګه د نیټو ځواکونو لپاره د رسد لارې بندې کړې.