شمالي کوریا د سوند موادو کار پیل کړی

شمالي کوريا وايي دوی د يو داسي راکټ لپاره د سوند د موادو کار پېل کړی چې خلا ته سټېلايټ وړلای شي خو غربي نړۍ بيا شک کوي چې دا د اوږده واټن د ميزايل آزموينه ده. د شمالي کوريا د سټېلايټ کنټرول د مرکز مشر بهرنيو خبريالانو ته تر اوسه نه دي ويلي چې د سوند کار به څه وخت بشپړه شي او څه وخت به دا راکټ خلا ته خوشي کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی چې دا کار تر سره نکړي ځکه چې دا به د سيمه ايز امنيت لپاره يو ګواښ وي. مېرمن کلنټن دا هم وويل که چيري شمالي کوريا دا پلان پر مخ بوزي نو امريکا به د شمالي کوريا په ضد په ملګرو ملتونو کي مراجعه وکړي.