منور شاه، مشال راډیو
پراګ - د روس صدر ولادمیر پوټن به د دراروان ستمبر په میاشت کې د پاکستان سفر کوي، داخبره د خارجه چارو د دفتر ویاند عبدالباسط د مشال راډیو سره د خبرو پرمهال وکړه.
تعلقات ښه شوي
باسط وویل: ((په تیرو څلور کلونو کې دروس او پاکستان ترمنځه تعلقات ډېر ښه شوي دي. او زموږه مشران وخت په وخت د روس د مشرانو سره د دوه اړخیزه ماملو پع لړ کې ملاقاتونه کوي. د دې ترڅنګه دڅلورو هېوادونو د ډلې یعنې پاکستان، افغانستان، تاجکستان او روس ترمنځه هم ملاقاتونه کیږي او دشنګهايي غونډو کې هم لیدل کتل کیږي. نو دا اوس به سږ کال د ستمبر په میاشت کې دغه د څلورو هېوادونو ډله په پاکستان کې غونډه کوي او دې کې به د روس صدر ولادمیر پوټن هم ګډون کوي.))
که څه هم روس او پاکستان کومه شریکه پوله نه لري خو په تیرو وختونو کې ددې دواړو هېوادونو تعلقات ډېر ښه نه دي پاتې شوي.
اساسي تغیر ښايي رانشي
د ولادمیر پوټن دا سفر پاکستان ته دروس دکوم جګ پوړي چارواکي اولنۍ دوره ده، په دې پوښتنه چې دا د پاکستان په خارجه پالیسۍ کې څه نوې بدلون دې او که څنګه؟
رستم شاه مومند زیاتوي، د هند پشمول دسیمې د ټولو هېوادونو سره که په هره کچه وي خو تعلقات ښه کول د پاکستان لپاره ضروري او ګټه ور دي. او دا راز د تواناي د بحران په لړ کې دایران نه ګیس اخیستل یې هم دا وخت د ولس په ګټه دي.
بدلون را روان دی خو لوی نه دی
بلخوا دخزانې پخوانې مرکزي وزیر سرتاج عزیز وايي که څه هم د روس د صدر پاکستان ته سفر په خارجه پالیسۍ کې کوم لويي بدلون نه د ې خو دې سره به پاکستان ډیرې مالي ګټې ترلاسه کړي.
د امریکا اندېښنې؟
په داسې حال کې چې دامریکا سره د پاکستان تعلق دکړکیچ ښکار دې د روس سره تعلق ژورول کوم خاص بدلون ته اشاره ده او که څنګه؟
نوموړې وايي: ((د امریکا کنسرن (اندېښنه، تشویش) خو به نه وي، تاسو خبر یۍ چې هندوستان امریکا سره تعلقات څومره زیات شو او هم هغه شان یې روس سره تعلقات ډېر ښه دي. نو اوس روس هغه شانتې دسوړ جنګ کیسه نه ده. خو ظاهره ده چې روس دا ګوري چې دامریکا او پاکستان ترمنځه کشیدګي ده نو هغه څه نه څه توازن پکار دې.))
سرتاج عزیز زیاتوي، ټول هېوادونه نن سبا خپلې خارجه پالیسۍ د اقتصاد په بنیاد چلوي او چې په یورپ او امریکا کې اقتصادي بحران راغلې نو پکار دي چې پاکستان د تجارتي همکارۍ د ودې لپاره خپله سیمه کې د منځني ایشیاء هېوادونو سره هم تعلقات مضبو ط کړي.