پراګ - د پاکستان له بېلا بېلو ښارونو، د مشال راډیو خبریالان رپورټ راکوي چې د غورځېدلې الوتکې له ۱۲۷ کسانو، د شا و خوا ۱۲۰ کسانو د مړیو پېژندګلوي شوي ده.
د وژل شویو کسانو مړي خپلوانو ته سپارل شوي او ځینې یې خاورو ته هم سپارل شوي دي.
د اپرېل پر ۲۰مه د بوجا ایر هوايي شرکت الوتکه له کراچۍ، اسلام اباد ته روانه وه چې له اسلام اباد سره نېږدې د پېښې ښکار شوه.
د الوتکې له غورځېدو سره، په حسین اباد کې کلي کې ۱۰ کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
هلته د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي، د سیاچین تر پېښې وروسته د الوتکې لوېدل یو لوی ناورین دی چې ولس ورسره مخامخ دی:
((دا ډېره لوه پېښه شوې ده. موږ [په دې وروستیو کې] د سیاچین حادثه ولیده، [او] اوس د پاکستان له پاره دا ډېره لویه پېښه ده. ما د کورنیو چارو وزیر ته دنده سپارلې چې د پېښې پلټنې له پاره دې عدالتي کمیسون وټاکي.))
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي، د بوینګ ۷۳۷ دې الوتکې د غورځېدو مسوولیت د بوجا ایر شرکت پر غاړه دی.
ملک زیاتوي، د یاد هوايي شرکت مشر نوم یې په هغه لسټ کې ور شامل کړی دی چې و نه شي کولای له هیواد د باندې لاړ شي.
د دې الوتکې تر پېښې مخکې، د ۲۰۱۰ز کال د جولای په میاشت کې د اسلام اباد د مارګلې له غره سره یوه الوتکه غورځېدلې وه چې په کې ۱۵۲ کسان وژل شوي ول.